وحيد عمر د چهار شنبې په ورځ په كابل كې يوه خبري كنفرانس ته وويل، چې د سولې د جرګې، د سولې د عالي شورا او د كابل د كنفرانس د جوړولو لپاره ځينې ادارې ګمارل كيږي او هڅه كېږي چې د سولې په جرګه كې د هېواد د ستونزو حل ته لارې چارې ولټول شي.
ده څرګنده كړه، ټول په دې باور دي چې د هېواد د روانې ستونزې د حل غوره لاره سياسي روغه جوړه ده، نو د سولې په جرګه كې چې د راتلونكې كال د غويي یا ثور په مياشت كې به جوړه شي له وسله والو مخالفينو سره د خبرو اترو په څرنګوالي بحث وشي:
"ټاكل شوې ده د سولې په جرګه كې د افغانستان د خلكو استازي، قومي مشران او مخور او د ملي شورا غړي ګدون وكړي.
د سولې د جرګې له جوړولو څخه هم هدف دا دى، چې مشران سره را ټول شي او د سولې د پروګرام د عملي كولو په څرنګوالي په كې خبرې وشي."
ښاغلي عمر وويل، چې د سولې له جرګې څخه وړاندې به د سولې ملي شورا جوړه شي، خو ده د دې شورا جزييات څرګند نه كړل او ويې ويل، چې په راتلونكې اونۍ كې به جمهور رييس كرزى په خپله په دې اړه مفصلي خبرې وكړي.
ده دغه راز وويل، چې د سولې له جرګې څخه وروسته به د كابل كنفرانس جوړ شي، چې ترډېره په كې د لندن په كنفرانس كې د افغان دولت د وړاندې كړو طرحو عملي لارې چارې لټول كيږي.
افغان دولت په داسې حال كې له وسله والومخالفينو سره د خبرواترو لپاره د سولې د جرګې د جوړولو خبر وركوي، چې همدا اوس په هلمند ولايت كې د ملي اردو په مشرۍ د افغان او بهرنيو ځواكونو له خوا د مشترك په نوم د پراخو پوځي عملياتو ترسره كېدو ته تيارى نيول كيږي او افغان امنيتي كارپوهان وايي، چې ښايي له دې عملياتو سره د سولې او ملي روغې جوړې پروسه زيانمنه شي.
خو د جمهور رييس كرزي وياند وايي، چې دا پوځي عمليات د هغو وسله والو مخالفينو لپاره يوښه فرصت دى، چې غواړي د سولې له بهير سره يوځاى شي.
وحيد عمر څرګنده كړه، چې ولسمشر كرزي سعودي عربستان ته په خپل وروستي سفر كې د نوموړي هيواد د پادشاه ملك عبدالله او د سعودي عربستان له نورو چارواكو سره خبرې وكړې او هغو ورته ډاډ وركړ، چې د سولې په پروسه كې به هراړخيزه مرسته وكړي.
د جمهور رييس كرزي وياند وايي، چې تردې وړاندې هم له ځينو وسله والو مخالفينو سره خبرې شوي خو څرګندوي، چې لاتراوسه يې لازمه نتيجه نه ده وركړې.
وسله والو مخالفينو له افغان دولت سره هرډول خبرې رد كړي او ويلي يې دي، چې دوى به هغه وخت د سولې خبرو اترو ته غاړه كيږدي، چې له هېواد څخه بهرني ځواكونه ووځي.