د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۶

د افغانستان د انځورګرۍ د پلار په ویاړ یو سیمینار جوړ شو


د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزیر مخدوم رهین د پروفیسور میمنه ګي تصیویرمخې ته
د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزیر مخدوم رهین د پروفیسور میمنه ګي تصیویرمخې ته

د افغانستان د انځورګرۍ د پلار پروفيسور غلام محمد ميمنګي په وياړ په کابل کې يو تحقيقي سمينار جوړشو. دغه څيړنيز سيمنار، چې د اطلاعاتو او كلتور وزارت له خوا جوړ شوی و، د پروفيسور غلام محمد ميمنګي د ژوند په بېلا بېلو اړخونو او د هغه په اثارو باندي مقالې ولوستل شوي.

د افغانستان د اطلاعاتو او كلتور وزارت وايي، دوی په پام كې لري، چې د افغانستان د انځور ګرۍ د پلار غلام محمد ميمنګي اثار راټول او څيړنه پرې وكړي.

د افغانستان د اطلاعاتو او كلتور وزير سيد مخدوم رهين د چهارشنبې پر ورځ په كابل كې دغه څيړنيز سيمنارته د جمهور رييس حامد كرزي پيغام ولوست.

د ښاغلي كرزي په پيغام كې د مينمګي كړنې او شخصيت ستايل شوى وو او د نورو شخيصتونو په وياړ د همدي ډول سمنيارونو د جوړېدو غوښتنه شوي وه.

ښاغلي رهين په خپله وينا كې پروفيسور ميمنګى د انځور ګر د پلار سربېره يو اديب شاعر او سياستوال شخص معرفي كړ.

"د میمنه ګي په ویاړ غونډې جوړول نه یوازې هغه ته ویاړ دی بلکې د یو داسې شخص ستایل دي، چې هغه په دې برخه کې ډېر زحمتونه ګالي دي او ډېر کسان یې روزلي دي.

افغان ځوانان باید د میمنه ګي په هنري لارو لاړ شي او دې هنر ته په هېواد کې وده ورکړي."

ارواښاد ميمنګي په ۱۲۵۲ لمريز كال كې په ميمنه كې نړۍ ته سترګي غځولي دي
هغه د انځورګرۍ استعداد در لود، چې له هغه څخه اتيا تابلوګانې پاتې شوي، چې يوشمېر يې په بهرنيو هېوادونو او ځيني نورې يې په افغانستان كې دي.

پروفيسور ميمنګي د دوه شيپته كلونو په عمر له دې نړي سترګې پټې كړي دي.

په دې غونډه كې د خوست يو فرهنګي شخصيت پير مسلم د افغانستان د اطلاعاتو او كلتور وزارت څخه وغوښتل، چې په په دې هېواد كې قومي مسايل ليري او د ټولو فرهنګيانو پالنه وكړي.


نوموړي وويل، چې په افغانستان كې ډېر داسې شخصيتونه تېر شوي دي، خو د هغوی د ياد د ژوندي ساتلو لپاره كوم مهم ګامونه نه دی اخيستل شوی.

"ډېره د خوښۍ ورځ ده، چې د یو شخصیت ورځ لمانځل کيږي، چې زموږ د ازبکو ورنو څخه پروفیسور میمنه ګي دی. زه ډېر خوښ یم.

زه د پاکستان له پولې څخه دلته دې غونډې ته د ګډون لپاره راغلی یم، موږ ټول پوییږو، چې ټول قومونه سره وروڼه دي، که پښتون دی، ازبک دی، تاجک او یا نورستانی دی.

زما غوښتنه د اطلاعات او فرهنګ له وزارت څخه دا دی، چې داشان نورې غونډې هم جوړې کړي او د خلکو ترمنځ دغه تفرقې ورکې کړي."

ارواښار غلام محمد ميمنګي، چې د افغانستان د انځور ګري د پلار په نوم هم ياديږي په دې برخه كې ډېرې هلې ځلې كړي او يوشمېر كسان يې هم روزلي دي.
XS
SM
MD
LG