د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۰۷

په لوګر ولایت کې د ازرې ولسوالۍ لارۍ واورو بندې کړي دي


د لوګر ولايت د ازرې ولسوالۍ يوشمېر اوسيدونكي وايي، چې په دې ولسوالۍ كې څه باندې يو متر واوره ورېدلي او ټولې مواصلاتي لارې يې بندې كړي دي.

د دې ولسوالۍ د امنیې قومندان سمونوال بختيارګل اشرفزي ازادي راډيو ته تاييد كړه، چې د دې ولسوالۍ ټولې لارې بندې شوي، خو څرګنده يې كړه، چې د لوګر مركز پل علم ته د دې ولسوالۍ د غزيدلې لارې د پرانستلو لپاره دا مهال جدي هڅې روانې دي.

نوموړى وايي، چې د دې ولسوالۍ سره بايد بيړنۍ مرستي وشي.

د يو بل خبر له مخې د كندهار ولايت په دامان ولسوالۍ كې مېشت كوچيان وايي، چې د وروستيو اورښتونو او سېلابونو له امله دوى ته ډېر زيانونه رسېدلي دي.

د كوچيانو يوه مشر مولوي سيد محمد نن ازادي راډيو ته وويل، د دوى ۳۵ كورونه اوبو وړي او په سلګونو څاروي له منځه تللي.

نوموړى وايي، چې بايد ورسره افغان دولت او مرسته كوونكي ادارې د درملو، خوراكي توكو او ژمنيو كاليو مرسته وکړي.
XS
SM
MD
LG