ښاغلي صافي څرګنده كړه، چې په دې اړه به د انتخاباتو د خپلواك كميسيون په مرسته جدي څيړنه اوعمل وشي:
"یو شمېر کاندیدانو، چې خپل ځانونه یې د افغانستان د ریاست جمهوری مقام ته کاندید کړي وو، لس زره رایې هم ترلایه نه شو کړلې، لویه څارونوالي مصممه ده، چې نوموړې موضوع وڅېړې، چې تر کومه حده په کارتونو کې جعل کاري شوې، فورمې څه ډول ډکې شوې دي او د ټاکنو د قانو ۴۴ مې مادې سره برابر و او کنه وو."
دا څرګندونې په داسې حال كې كيږي، چې د جمهوري رياست په تېرو انتخاباتو كې يوڅلوېښت تنو ځانونه كانديد كړي وو، چې يوشمېر يې له خپلې كانديداتورۍ څخه تېرشول او څه باندې دېرش تنو يې په انتخاباتو كې برخه واخيسته.
د انتخاباتو په قانون كې دا شرط دى، چې د ولسمشرۍ هركانديد بايد تركانديداتورۍ مخكې د رايو د لسو زرو كارتونو كاپۍ د انتخاباتو خپلواك كميسيون ته وړاندې او بيا د كانديداتورۍ رسمي فورمه ډكه كړي ترڅو دا معلومه شي چې دغه كانديد د لسو زرو كسانو ملاتړ له ځانه سره لري.
په عين حال كې په تېرو انتخاباتو كې د ولسمشرۍ يوشمېر كانديدان وايي، چې دوى په دې برخه كې ځواب وركولو ته چمتو دي خو دوى څرګندوي، چې لومړى بايد د جمهوري رياست په تېرو انتخاباتو كې د شوو درغليو او پراخ تقلب په اړه څيړنه وشي.
د جمهوري رياست په تېرو انتخاباتو كې كانديد اكبر اوريا هم ورته نظرلري:
"لویه څارونوالۍ باید لومړی هغه کاندیدانو په اړه چې په انتخاباتو کې یې د نورو کاندیدانو رایې غلا کړي دي او پر څای یې جعلي رایې ځای پر ځای کړي دي، څېړنه وکړي.
موږ ټول د څارنوالي څېړنو ته حاضر یو او په دې اړه هېڅ وېره هم نه لرو."
د انتخاباتو د خپلواك كميسيون چارواكي وايي، چې لويې څارنوالۍ ته دوى وړاندېز كړى چې د ولسمشرۍ د هغو كانديدانو په اړه څيړنه وكړي، چې په تېرو انتخاباتو كې يې له لسو زرو څخه كمې رايى ترلاسه كړي، خو دوى د دغو كانديدانو دقيق شمېره په ډاګه نه كړه.
د دې كميسيون وياند نورمحمد نور وويل، چې د جمهوري رياست په تېرو انتخاباتو كې د درغليو د ادعاو په اړه هم جدي تحقيقات وشول او په تيرو انتخاباتو كې د ولسمشرۍ د دغو كانديدانو په اړه هم ځكه څيړنه كيږي ترڅو دې كميسيون پورې د هرې مربوطې مسالې په اړه سم او شفاف اجرات وشي او چاه ته كومه پوښتنه پيدا نه شي.
د افغاسنتان د جمهوري رياست د روان كال انتخابات د زمریا یا اسد د مياشتې په نهه ويشتمه نېټه ترسره شول، خو په دغو انتخاباتو كې په ملي او نړيواله سطحه د پراخو درغليو ادعاوې وشوې او انتخابات د دوو مخكښو كانديدانو ترمنځ دوهم ځل ته وغځول شول، چې وروسته بيا ډاكټر عبدالله په دوهم ځل انتخاباتو كې د نه ګډون اعلان وكړ او جمهور رييس حامد كرزى د انتخاباتو ګټونكى اعلان شو.