د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۱۲

مک کریسټل د مارجې عملیات قوي پیغام لري


مک کریسټل
مک کریسټل
په زرګونو افغان ،امریکايي اوبریتانیايي پوځیان د مارجې په لور روان دي او اټکل کېږي چې ډېر ژر به په دې سیمه کې له کله چې په افغانستان کې جګړه پیل شوې ده ، ترټولو پراخ عملیات وکړي.

د نړیوالوځواکونو عمومي قومندان سټنلي مک کریسټل وویل د «مشترک» په نوم عملیات به یو قوي پیغام ولېږي چې د افغانستان حکومت د خپلې امنیتي ساحې کنټرول پراخوي .

د پوځي چارواکو په وینا ټاکل شوې ده چې د افغان او نړیوالو ځواکونو عملیات د هلمند وادۍ په مرکزي برخه کې د مارجې په اوارو سیمو متمرکزه وي چې تراتیا زره زیات نفوس لري .هغوی مارجه په هلمند کې د طالبانو وروستی مهم مرکز بولي .

مک کریسټل په عین حال کې وویل چې د مارجې په عملیاتو کې دا هڅه نه کېږي چې طالبان ووژل شي بلکې هڅه کېږي چې د طالبانو خطرکم کړای شي .

ده وویل کېدای شي طالبان یا له سیمې ووځي یا لکه څرنګه چې ولسمشرکرزي ویلي د پخلاینې په پروګرام کې شامل شي خو د دوی هدف دا دی چې په دې سیمه کې د افغانستان ملکي حکومت ټینګ شي .

ده دا هم وویل چې دا عملیات به د افغان ځواکونو په مشرۍ ترسره کېږي .
XS
SM
MD
LG