د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۴۵

دانش: د نوې ستراتېژۍ پر پلي کولو به ۵،۵ سوه میلونه ډالره لګیږي

د افغانستان د لوړو زده كړو د وزارت پنځه كلنه ستراتيژي بشپړه او نړيوالې ټولنې ته وړاندې شوه. د لوړوزده كړو وزارت وايي، چې د دې ستراتيژي پلي كېدو ته شاوخوا پنځه سوه څلورشپيته ميليونو ډالره اړتيا ليدل كيږي اوپه نيتجه كې به يې د لوړوزده كړو كيفيت، نړيوال معيارونو ته پورته شي. په كابل كې د نړيوالې ټولنې په لسګونو استازيو، په دغې ستراتيژى د دوى مطالعې پيل كړې.

د افغانستان د لوړو زده كړو وزارت وايي، چې د زده كړو د كيفيت د لوړوالي او په پوهنتونونو كې يې د زياتو محصلانو د جذبولو لپاره نوى ستراتيژي بشپړه كړې ده.

د لوړوزده كړو د وزارت نوې ستراتيژى د يكشنبې په ورځ په كابل كې د دې وزارت د سرپرست محمد سرور دانش له خوا، د مرستندويو هيوادونو
استازيو ته وړاندې شوه.

ښاغلي دانش وويل، دا ستراتيژي به په راتلونكو پنځو كلونو كې د مرستندويو هېوادونو د مالي، مسلكي او تخنيكي مرستو په نيتجه كې پلي شي.

"په دې پلان كې راغلي دي چې د ديارلس سوه درې نوي يم كاله پورى به د محصلانو د جذب اندازه له شپږوييشت زرو څخه يولكو پنځه لس زروته پورته شي.

موږ د دې لپاره ډېرو مادي او معنوي مرستو ته اړيو، د دمرستو اندازه پنځه سوه څلورشپېته ميليونه ډالره ښودل شوې ده، چې افغان حكومت يې توان نه لري."

په دې مناسبت په جوړې شوې علمي ناسته كې، د نړۍ د څه باندې څلوېښتو هېوادونو استازيو او د ېوشمېر نړيوالو موسسو علمي كادرونو ګډون كړى و، چې هريوه د ستراتيژي په هكله خپل تحليلونه واورول او ګټوره يې وبلله په كابل كې د تركيې د سفارت استازي وويل:

"زه فكر كوم دافغانستان د لوړوزده كړو د معياري كولو او زده كړې د اصلاحاتو مساله ډېره مهمه ده. موږ به دا ستراتيژي مطالعه او د خپل هېواد د لوړو زده كړو وزارت ته به وسپارو، تركيه غواړي ترممكنه حده له افغانستان سره مرسته وكړي."

سره له دې چې له تېرو كابو اتو كالو راهيسې د لوړو زده کړو وزارت د زده كړو د كيفيت د لوړوالي او په پوهنتونونو كې د زياتو محصلانو د جذبولو لپاره هلې پيل كړي دي، خوګڼ شمېر محصلان او د چارو كارپوهان وايي، چې اوس هم د هېواد پوهنتونونه او د لوړزده كړو موسسې مجهز تخنيكي وسايل او له نړيوالو معيارونو سره سم تعليمي نصاب نه لري.

خلك داهم وايي، هركال له د دولسمو ټولګيو څخه په زرګونو زده كوونكي فارغيږي، خو په پوهنتونونو كې د جذب زمينه كمه ده.

خو د لوړوزده كړو وزارت وايي، كه نړيواله ټولنه د دوى له نوى ستراتيژۍ سره مرستې وكړي، د هېواد د پوهنتونونو او نورو تعلمي موسسو
ستونزې به له مينځه ولاړې شي.

راپور: خان محمد(سيند)
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG