د افغانستان لپاره د ناټو نوي ملكي استازی مارك سيډويل وايي، سره له دې، چې په روان ۲۰۱۰ ميلادي كال كې به ستونزې ډېرې وي خو دوی به په دې وتوانيږي چې د طالبانو زور مات او خلكو ته به د امنيت يوه ډاډمنه فضا رامنځته كړي.
مارك سېډوېل چې په دې وروستيو كې د ناټو د عمومي منشي له خوا په افغانستان كې د ناټو د ملكي استازي په توګه ټاكل شوي د يكشنبي په ورځ په خپلې لومړنۍ خبري غونډه كې په دې اړه داسې وويل:
"۲۰۱۰ ميلادي كال به موږ ته له ستونزو څخه يو ډك كال وي خو موږ به دا يقيني كړو، چې حكومت داري به له بيارغونې سره يوځای وي او موږ بايد امنيت باوري كړو، ځكه دا افغانانو ته ډېره مهمه ده چې ايا كوچنيان يې ښونځي ته تللي شي، ايا ښونځي او روغتونونه پرانستي دي، نو ځكه بايد ووايم، چې زه او جنرال مك كرېسټل دواړه په دې ډاډه يو، چې د دغو ټولو ستونزو د حل لپاره به كار كوو او د ۲۰۱۰ ميلادي كال په پای كې به موږ له اوسني حالت څخه ډېر غوره يو."
مارك سيډويل په خپلو خبرو كې دا هم وويل، چې هڅه به وكړي د ناټو د ځواكونو په چوكاټ كې د پوځي او ملكي برخو ترمنځ غوره هماهنګي او همكاري رامنځته كړي، خو زيات افغانان د دې وېره لري، چې په روان ميلادي كال كې په يوځل بيا د جګړو په زياتېدو سره د ملكي وګړو د مرګ ژوبلې كچه هم زياته شي.
خو په دغې خبري غونډه كې د ناټو او امريكايي ځواكونو عمومي قومندان مك كرېسټل ډاډ څرګند كړ، چې دوي به د ملكي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنيوي په برخه كې زياته هڅه وكړي.
"زياتو ملكي وګړو ته زيان له مخالفينو څخه اوښتي دي، خو په هرصورت موږ ځان له هغوی سره نه پرتله كوو، ځكه موږ ترې په ډېر لوړ موقف كې يو.
موږ په دې برخه كې يوشمېر كارونه كړي او لا یې كوو، چې څنګه وكولای شو، چې د ملكي خلګو مرګ ژوبله راكمه كړو او په دې برخه كې زه له افغانانو سره ځان ژمن بولم."
د افغانستان لپاره په ملكي برخه كې د ناټو دغه نوی استازی په داسې حال كې معرفي شوی، چې په هلمند ولايت كې ناټو او افغان ځواكونو د پراخو عملياتو لپاره چمتوالی نيول كيږي او داسې راپورنه دي، چې د هلمند له مارجي ولسوالۍ څخه د دغو عملياتو له ويرې په سوونو كورنۍ كډوالې شوي دي.
خو دا چې د ناټو په چوكاټ كې به د ملكي او پوځي برخو ترمنځ په داسې حالاتو كې څه ډول همغږي رامنځته كيږي دا به په ملكي برخه كې د ناټو د دغه نوي استازي له دندو څخه وي.
مجاهد جواد