د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۲۸

كابل ښاريان: ملي بسونه كم دي


په کابل ښار کې د شاوخوا ۵ ملیونو اوسېدونکو ته یوازې څلور سوه ملي بسونه خدمت کوي
په کابل ښار کې د شاوخوا ۵ ملیونو اوسېدونکو ته یوازې څلور سوه ملي بسونه خدمت کوي

په كابل كې درنې واورې هوا نوره هم سړه كړې، د دې ښار اوسېدونكي وايي، په زياتو تمځايونو كې د ملي بسونو انتظار كوي، دوى شكايت كوي چې اكثره وخت يې انتظار لا پسې اوږد شي او د بسونو د تګ راتګ مسير هم منظم نه دى. خو د ملي بس تصدۍ مسوولين وايي، د كابل ښار لپاره، چې څلور مليونه كسان په كې ژوند كوي، دوى په زرګونو بسونه ګمارلي، د دې تصدۍ رييس وايي په دې وروستيو كې د ملي بس ځينې تمځايونه د ځينو پلورونكو له خوا لاندې شوي دي.

د كابل له ګڼه ګوڼې ډكو سيمه څخه چې اكثره وخت خلك په كې د ژمي په دې سړه هوا كې د بسونو راتلو ته هم لار څاري، د ښاري ټرانسپورټ ستونزه په كې د نورو وختونو په پرتله زياته شوې ده.

د كابل له ګڼه ګوڼې ډك ځايونه ده افغانان، سينما پامير، كارته پروان، مكروريانونه، هوايي ميدان، د باغ زنانه تمځاى او نور ځايونه دي، د واورې له اورېدو سره، سره په سلګونو كسان خصوصا سهار او مازيګر دلته راټول وي او د بسونو انتظار كوي.

د كابل دغه اوسېدونكي شكايت كوي، چې ملي بسونه كوم منظم پروګرام نه لري، چې خلك نه پوهېږي كله دغه بسونه راځي او كله ستنېږي. خلك وايي ډيري وخت بسونو ته ساعتونه انتظار كوي. د كابل يو اوسېدونكى وايي:

”ملي بس موټر ته په تمه يم، بسونه ډېر كم دي، نور موټرونه نه پيدا كېږي، د ټولو خلكو همدا ستونزه ده، له دولت څخه غوښتنه كوو، چې په هر لين كې بايد لږ تر لږه شپږ يا اووه ملي بسونه فعاليت ولري. په يوه يا دوو بسونو د خلكو ستونزې نه حلېږي.“

خو د ملي بس تصدي چې له دېرشو كلونو راهيسې په دې ښار كې فعاليت لري، د ښاري ترانسپورت يوازېنۍ اداره ده، چې د كابل تر څنګ د دې هېواد په نورو ښارونو كې هم فعاليت لري.

د ملي بس تصدۍ رييس غلام حضرت وايي، د كابل اوسېدونكي چې كله له بسونو څخه ګټه اخلي، ټاكل شوې اندازه پيسې نه وركوي او ټاكل شوي اصول هم نه مراعتوي.

د ملي بس تصدۍ رييس زياته كړه، په كابل كې د خلكو ګڼه ګوڼه زياته ده، د دې لپاره چې په ښار كې نظم زيات وي، دوى په دوپنځوسو مسيرونو كې، دوه نيم زره عرادې بسونو ته اړتيا لري.

د ملي بس تصدۍ مسوولين وايي، د دوى غټه ستونزه دا ده چې اكثره وخت په ښار كې د موټرو د تګ راتګ لارې بندې وي، زيات تمځايونه د دكاندارانو او پلورونكو له خوا لاندې شوي.

د اقتصادي ستونزو له كبله اكثره خلك نه شي كولاى خپلو كارونو يا بازارونو ته په ټكسي موټرو كې لاړ شي، ځكه نو دوى اكثره وخت ملي بسونو ته انتظار كوي.

چارواكي وايي كه څه هم په دې رياست كې دوه نيم زره كاركوونكي ورسره كار كوي، خو بيا هم د دوى اړتياوې نه پوره كوي. د كابل اوسېدونكي شكايت كوي چې د ترانسپورت په برخه كې زياتې ستونزې لري.
XS
SM
MD
LG