د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۴۵

د اطلاعاتو او كلتور وزارت دوه ملي كنفرانسونه جوړوي

د افغانستان د اطلاعاتو او كلتور وزارت وايي، د دوو ملي كنفرانسو جوړېدو ته تيارى نيسي. په پام كې ده په دغو كنفرانسونو كې، له افغانستان او نورو هېوادونو څخه افغان پوهان، ليكوالان او څېړونكي برخه واخلي. د دې وزارت مرستيال د شنبې په ورځ له ازادۍ راډيو سره په خبرو كې وويل په پام كې ده په لومړي كنفرانس كې د ډيموكراسۍ د عملي كېدو او په دويم كنفرانس كې د خبري رسنيو پر لاسته راوړنو او ستونزو خبرې وشي.

د اطلاعاتو او كلتور وزارت چارواكي وايي، د دې لپاره چې له دغو كنفرانسونو څخه ښه نتيجه ترلاسه شي، دوه كميسيونونه جوړ شوي، چې د ټولنيزو نهادونو او د مدنې ټولنې كارپوهان، روشنفكران او د خبري رسنيو استازي په كې ګډون لري او دوىد دغو كنفرانسونو لپاره لومړنۍ تياريانې ونيسي.

د اطلاعاتو او كلتور وزارت مرستيال پوهنمل غلام نبي فراهي وويل، د لومړي كنفرانس موضوع ده ډيموكراسي او د افغانستان راتلونكى، نوموړى وايي په دويم كنفرانس كې به له رسنيو سره په ګډه غونډه كې د ژورناليستيكو فعاليتونو د همږغۍ او د دغو فعاليتونو د ودې پر لارو چارو خبرې وشي:

”دا يو ملي كنفرانس دى، ډيموكراسي او د افغانستان راتلونكى يې عنوان دى، بل كنفرانس د افغانستان په سطحه د ژورناليستانو لپاره دى، چې د افغانستان له بېلابېلو سيمو څخه به ورته افغان خبريالان رابلل كېږي، دقيق تاريخ يې معلوم نه دى، خو د روان كال تر پايه به دواړه كنفرانسونه جوړ شي“

ښاغلي فراهي وويل لومړى كنفرانس چې ډيموكراسي او د افغانستان راتلونكى شعار ورته ټاكل شوى، ډېر ژر په كابل كې جوړېږي، چې شا و خوا درې سوه روشنفكران، د پارلمان غړي او د مدني ټولنې استازي به په كې ګډون كوي، دوى به په كنفرانس كې خپل نظرونه شريكوي او د ډيموكراسۍ د عملي كېدو پر لارو چارو به ږغېږي.

د ښاغلي فراهي په وينا په دې كنفرانس كې به لس غوره مقالې لوستل كېږي او دغه مقالې به په مطبوعاتو كې خپرېږي او وروسته به د كتاب په بڼه چاپ شي.

يوشمېر روشنفكرانو، ليكوالو او كارپوهانو د دغو كنفرانسونو د جوړېدو هركلى كړى او دا يې په افغانستان كې د ډيموكراسۍ د عملي كېدو، دغه راز مطبوعاتو د ودې لپاره ښه اقدام ګڼلى. يو افغان خبريال رشاد احمد معنوي:

”دا په خپله د مطبوعاتو د ودې او غني كېدو لپاره ښه اقدام دى، دا كار زموږ په هېواد كې د ډيموكراسۍ كلتور ته وده وركوي.

ډيموكراسي او مطبوعاتو د يو بل لازم او ملزوم دي“

د اطلاعاتو او كلتور وزارت دا كنفرانسونه په داسې حال كې جوړوي، چې يوشمېر انتقاد كوونكي وايي په افغانستان كې د نورو هېوادونو د ډيموركراسۍ د پلي كېدو لپاره د شرايطو برابرول وخت غواړي او ځينې نور بيا وايي په افغانستان كې بايد افغاني ډيموكراسي عملي شي.

خو د دويم كنفرانس موضوع چې د خبري رسنيو له كار او فعاليتونو سره اړخ لګوي، ځينو كسانو ته دا هيله وركوي چې ښايي د رسنيو په وړاندې پر پرتو ستونزو په كې بحثونه وشي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG