په دې عملیاتو کې به سیمې ته د امریکا د متحدو ایالاتو د تازه استول شویو دېرش زره عسکرو ګډون هم نوې مساله وي. د امریکا د خاصو سمندري ځواکونو عسکر مارجه د وسله والوطالبانو د نفوذ وروستی خوندي ځای ګڼي.
د بریتانیا چاپ ډیلي تلیګراف ورځپاڼې هم په خپله پرونۍ ګڼه کې د "د امریکا سمندري ځواکنه د افغانستان په جنوب کې یوه متفاوته جګړه پر مخ بیايي" تر سرلیک لاندې د افغانستان پر حالاتو یوه مقاله خپره کړې ده.
د مقالې په یوه برخه کې راغلي، چې افغانستان ته د اضافي امریکايي عسکرو او د امریکا د سمندري قواوو د استولو یو هدف دا دی، چې پر طالبانو فشار زیات او هغوي مذاکرې ته تیار کړي.
ډېلي تلیګراف زیاتوي، د افغانستان په جنوب کې تهدیدونه زیات دي، یو جدي تهدید ماینونه او چاودیدونکي مواد دي، چې وسله وال طالبان ډير کار ځينی اخلي. له دې امله د افغانستان په جګړه کې د نړیوالو قواوو تلفات تیر کال بې سابقې وو.
د ورځپاڼې په لیکنه اوس د امریکا اضافي عسکرو د هلمند په مارجه ولسوالۍ د تسلط زیاتولو هڅې پيل کړي دي. مارجه د وسله والو طالبانو مرکز دې او د ورځپاڼې په باور طالبان حتی د دې سیمې د خلکو پر ذهنونو هم حاکم دي نو که طالبان له دې ځایه وهم ایستل شي هغوی کولای شي، چې په سمیه کې بیا نفوذ او حملې وکړي.
مارجه په نونس سوه پینځوسمو کلونو کې د امریکا په مرسته له جوړو شویو ښارونو دی. دا ښار باید په سیمه کې له زراعتي مرکزونو وي، خو نن د دې ښار د کرنې محصول یوازې کوکنار دي، چې د طالبانو د جګړې ماشین یې ګرم ساتلی دی.
د ډېلي تیلګراف په باور، امریکايي عسکر اوس باید په دې سیمه کې له وسله والو طالبانو سره زور و ازمویي او خپله برتري ښکاره کړي.