د افغانستان د لوړزده كړو وزارت چارواكي وايي، دوى پرېكړه كړې ده، چې د هېواد پوهنتونونو او د لوړوزده كړو موسسو ته، د تېركال په نسبت شل فيصده زيات محصلان جذب كړي.
د لوړو زده سرپرست وزير سرور دانش، د پنجشنبې په ورځ په كابل پوهنتون كې د كابل ښار د دولسمو ټولګيو له فارغانو څخه د كانكور د ازموينې د پيل پرمهال وويل، چې د لوړو زده كړو وزارت د دې توان موندلی، چې روان تعليمي كال ته، له شپېته زرو څخه محصلان جذب كړي:
"تردې مهال شاوخوا اوه شپيته زره فارغان په ازموينه كې شامل شوي دي، په پام كې ده، چې په دوى كې له پنځه ويشتو څخه تردېرش فيصده پورې نجونې اوسي. سږنى امتحان په ټول قوت كنتروليږي او د هرډول درغلۍ مخه به په كې ونيول شي.
د لوړوزده سرپرست وزير وويل، چې د كابل ښار د ليسو له فارغانو څخه به په درې پړاوونو كې ازموينه واخيستل شي، چې په هرپړاو كې به يې اته اته زره هلكان اونجونې شاملي وي.
له ښاروروسته به د كابل ولايت او ورپسې به كابل ته له څېرمه پرتو ولايتونو د ليسو له فارغانو ازموينه واخيستل شي.
دا لړۍ به د کب تر لومړيو پورې دوام وركړي او نتايج به يې د حوت تر پنځلسمې اعلان شي.
په پيل شوي ازموينه كې چې كابو درې زره په كې نجونې وې تر ډېره ځايه، د ازمويني له سيستم څخه راضي وو. دوى ازادي راډيو ته وويل:
"۱- زما نوم شیرین اغا دی، د محمد غبار له لیسې څخه فارغ شوی یم، کورسونه مې ویلي، پوره امادګي ورته لرم او نږدې ۸۰ په سلو کې په ځان باوري یم او په آزموینه کې هېڅ ډول مشکل نه شته.
۲- زه هم د محمد غبار له لیسې څخه فارغ شوی یم، پوره امتحان ته مې پوره اماده ګي نېولې، خو دا ساسیني او ریاضي سوالونه سخت دی او نور ښه دي اسانه دي."
په افغانستان كې اوسمهال اوه لس دولتي پوهنتونونه اوله شلو څخه زياتې د لوړو زده کړو موسسى فعالي دي.
د لوړوزده كړو د وزارت د معلوماتو له مخې، اوسمهال په ټول هېواد كې د دولسمو ټولګيو د فارغانو شمير له يولكو څخه زياتيږي چې څه باندې نيمايي يې د كانكور ازموينې ته حاضرشوي دي.
خو خلك هيله ښيي، چې دا وزارت دې په ازموينه كې د هرډول درغليو مخه ونيسى، ځكه چې د تېرو كلونو په ورته ازموينو كې، يوشمېر درغلۍ نيول شوي وې.