د افغانستان د جمهوري رياست د ارګ په ماڼۍ كې چارواكي وايي، سعودي عربستان ته جمهور رييس حامد كرزي يو ګټور سفر درلود او په ترڅ كې يې د دغه هېواد پاچا شاه عبدالله د افغان جمهور رييس هغه رسمي غوښتنه ومنله، چې په افغانستان كې د سولې لپاره مهم رول ادا كړي.
افغان دولت له پخوا نه په دې تمه دى، چې د يوه مهم اسلامي هېواد د مشر په توګه د سعود عربستان پاچا شاه عبدالله به وكولاى شي، چې په افغانستان كې له وسلوالو طالبانو سره په خبرو اترو كې مرسته وكړي.
د جمهور رييس يوه وياند احمد ضيا سيامك هروي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وويل، چې حامد كرزي له شاه عبدالله سره په افغانستان كې د سولې په ګډون په بېلابېلو مسايلو ګټورې خبرې وكړې:
"د اړيكو د ټينګولو لړي، له افغانستان سره د سعودي مرستې، همداراز په افغانستان كې د سولې راوستلو لپاره د سعودي عربستان مرسته او نورو مسايلو خبرې شوې.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس په دې كتنه كې د سعودي له پاچا نه په رسمي توګه وغوښتل، چې په افغانستان كې د سولې د ټينګولو او له وسلوالو مخالفينو سره په خبرو اترو كې مرسته او همكاري وكړي، چې د سعودي عربستان پاچا هم دا مساله ومنله."
سيامك وويل، سعودي عربستان ته د جمهور رييس حامد كرزي د سفر تود هركلى وشو او د سعودي پاچا ورته د ملك عبدالعزيز تر ټولو لوړ دولتي ميډال هم وركړ.
سيامك په دې اړه جزيات ورنه كړل، چې د سعودي عربستان پاچا په افغانستان كې د سولې په لار كې د څرنګه مرستې ژمنه كړې.
تردې پخوا د دغه هېواد د كابينې يوه غړي ويلي و، چې سعودي عربستان په افغانستان كې له وسلوالو طالبانو سره په خبرو اترو كې مرستې ته چمتو دى، خو يو شرط يې دا ايښى، چې وسلوال طالبان به له القاعده شبكې سره خپلې اړيكې په ډاګه شلوي.
دا هغه شرط دى چې ځينې لوديديځ مشران هم له وسلوالو مخالفينو سره د روغې جوړې په برخه كې پرې ټينګار كوي.
خو ځيني كتوونكي له القاعده شبكې سره چې د وسلوالو طالبانو د كلونو كلونو راهيسې ملګرې ده، د اړيكو پريكول يو ستونزمن شرط بولي.
دوى وايي د روغې جوړې په خبرو كې هغه وخت پرمختګ راتلاى شي چې دواړه لوري پرته له قيد او شرطه دغه بهير ته ور ودانګي.