د كورنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر وايي، د هركال په تېريدو سره د پوليسو په اكاډمۍ كې د پوليسو په روزنه كې مثبت بدلونونه راځې او هڅه كيږي هغه كسان، چې په دې اكادمۍ كې زده كړې كوي په نړيوالو معيارونو سره وروزل شي.
ښاغلي اتمر چې د چهارشنبې په ورځ يې په كابل كې له پنځه سوه اوتيا څخه زياتو فارغ شويو افسرانو ته بريا ليكونه وركول، ازادي راډيو ته په ځانګړو خبرو كې وويل، دغه فارغ شوي پوليس افسران چې په كې شپږ ښځې هم شاملې دي ډېر ژر به د هېواد په بيلابيلو برخو كې په دندو وګمارل شې.
"دوی به ډېر ژر په ټول هېواد كې د پوليسو جزتامونو ته ولاړ شي او يو تاريخي مسووليت چې هغه د امن د قاون واكمني او عامه نظم دی، پر غاړه واخلې.
هركال زموږ د پوليسو اكاډمۍ په تعليمي نصاب او د زده كړې په برخه كې تغيرات را ځې داسې بدلون چې وكولاي شي د پوليسو زده كړه له معاصر علم سره يو شان شي."
ښاغلې اتمر همداراز وويل، چې دوى په هېواد كې د پوليسو د ښې روزنې ترڅنګ د هغوى د شمېر د زياتولو لپاره هم هڅې كوي.
د چارواكو پر وينا ټاكل شوې تر ۲۰۱۳ ميلادي كال پورې د ملي پوليسو شمېر تر يو لك او اوياو زرو پورې لوړ شي.
په همدې وخت كې د پوليسو له اكاډمۍ څخه نوي فارغ شوي كسان وايي، چې دوی له ښوونځي څخه تر فارغېدو وروسته د پوليسو په اكاډمۍ كې د درېيو كلونو لپاره زده کړه كړې او دا دی اوسمهال له دې ځايه د لسانس په درجه د افسرۍ په رتبه فارغ شو.
محمد شعيب احمدي، چې په دې ډله كې تحصلي ډيپلوم تر لاسه كړى او خوشحاله بريښي د پوليسو په اكاډمۍ كې د دوې د روزنې د بهير په اړه وويل:
"په تېر درېیو کلونو کې مو تر ډېره مسلکي زده کړې کړي، لکه کرمنلوژي، کرمنلستیک ترافیک او داسې نور، خو تر څنګ یې قاعد اسلامي او نور مضامین مو هم لوستي دي. "
له دې مخكې هم د پوليسو له اكاډمۍ څخه په سلګونو كسان د لسانس او له دې څخه په ټيټو رتبو فارغ شوي دي، خو لاهم پر پوليسو دا انتقاد كيږي، چې دوى له پيښو سره په چلند كې غير مسلكي عمل كوي.
د چارو كارپوهان وايي اوس مهال چې د ملې پوليسو د شمېرد زياتولو هڅې روانې دي، نو په كار ده، چې له ټولو مخكې بايد د پوليسو روزنې ته زيات پام واړول شي.