په کندهار کې د عملیاتي ځواکونو قوماندان کاناډایي برید جنرال دانیل مینارد وایي، په یقین سره چې موږ به د طالبانو ملا ورماته کړو.
په کوم ځای کې چې وسله وال غواړي، هلته به جګړه نه وي بلکه جګړه به په هغه ځای کې وي، چې موږ یې غواړو. دا یو ستر بدلون دی، وسله وال به زموږ د دوام داره فشارونو مقاومت او تاب ونه لري.
په عملیاتی ځواک کې به کاناډایي او امریکایي عسکر شامل وي او شمېر به یې د مارچ تر میاشتې پورې ۵۸۰۰ تنو ته ورسیږي.
وال سټریټ ژونال د امریکا د پوځ د ۱۲ پلي فرقې د لومړي نمبر غنډ د قوماندان ریک اندرسن دا خبره راخیستي چې وایي، د افغانستان تاریخ ته په کتني، هر چا چي په کندهار واک حاصل کړی، نو په ټول افغانستان باندي یې خپله واکمني چلولې ده. که چیرې کندهار ړنګیږي نو ټول افغانستان ورسره خرابیږي.
کندهار ته د امریکایي ځواکونو له رسیدو مخکې کاناډایي ځواکونو له طالب وسله والو سره جګړې کړې او د ښار د امنیت په ټینګښت کې یې زیات کار کړی دی.
ورځپاڼه زیاتوي، امریکایي ځواکونو د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د کندهار په ګاونډي ولایت هلمند کې یې ستر پوځي عملیات پیل کړي او ورپسي به دا عملیات کندهار ته پراخ کړي.
د کندهار والي توریالي ویسا وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې ته ویلي، د پسرلي په رارسیدو او د ونو د پاڼو په شنه کېدو سره به امنیتي ځواکونه په ښار کې ځای پر ځای شوي وي او طالبان به د کندهار له ښارڅخه ښه لیري وساتل شي.
ویسا وایي، په کومو لیري پرتو کلیو کې چې نن سبا مونږ کومې امنیتي پوستې جوړې کړي، تېر کال یې تصور هم نه کېده.
جنرال اندرسن وایي، د کندهار ښار لپاره په امنیتي پلان کې درې امنیتي کمربندونه په نظر کې نیول شوي. په لومړي کمربند کې چې د ثبات د کمبربند یا حلقې پنامه یادیږي، د کندهار ښار او شاوخوا سېمې شاملیږي.
په دې کې به د بهرنیو ځواکونو حضور کم وي. ایتلافي ځواکونو پتیلي چې تر پسرلي پورې په سيمې کې ثبات ټینګ کړي او افغان امنیتي ځواکونه پیاوړي کړي.
په عین حال کې به په ښار او شاوخوا سېمو کې د پراختیایي او عام المنفعه پروژو کارونه هم پیل کړي او په دې توګه به خلک او وسله وال د کانالونو په کیندلو او د سړکولو په جوړولو کې بوخت شي.
د جنرال مینارد په وینا سختې جګړې به د کندهار ښار په دوهم امنیتي کمبربند کې وي، په دې معنی چې له وسله والو سره جګړې به په اطرافو کې کیږي.
جنرال مینارد وایي، د کندهار ښار بهرني کمبربند یا په بله ژبه د سختو جګړو ډګر ته به لږي منابع بیلې شي. دی وایي، هیله مند دی، چې په راتلونکي اوړي کې به د ده تر قوماندې لاندۍ عسکر په کندهار ښار کې له فلزي خولیو او د مرمیو ضد جاکټونو پرته ګزمې وکړي.
وال سټریټ ژورنال په کندهار کې د نورمحمد پنامه یوه دکاندار خبره هم راخیستي چې وایي، په ښار کې په کافي اندازه طالبان شته او هغوی له بهر څخه راننوتلو ته اړتیا نه لري.
ورځپاڼې د ۲۸ کلن محمدالله نظر هم پوښتلی او د هغه له خولې لیکي، زیات شمېر عسکر به زیات شمېر وسله وال ووژني او دا به هغوي ته یو ښه سبق وي.