د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۹

افغانستان کې د ماینونو د پاکولو لپاره ۲۰۰ میلیون ډالرو ته اړتیا ده


افغانستان كې د ماين پاكۍ د همغږۍ په برخه كې د ملګروملتونو د د دفتر يا مكه مشر داكټر محمد حيدر رضا
افغانستان كې د ماين پاكۍ د همغږۍ په برخه كې د ملګروملتونو د د دفتر يا مكه مشر داكټر محمد حيدر رضا

په افغانستان كې د ماين پاكۍ د همغږي د مركز چارواكي وايي، چې يواځي تېر كال يې په افغانستان كې تر پنځوسو زرو زيات د پرسونل ضد او تر ۷۰۰ زيات د ټانګ ضد ماينونه كشف او شنډ كړي دي. د دوی په وینا اوس هم په افغانستان كې تر ۶۰۰ كيلومټرو زياته ساحه په ماينونو باندي لړلي ده، خو د پاکولو لپاره یې كافي بوديجه نه شته.

په افغانستان كې د ملګروملتونو چارواكي وايي، چې كه ورته كافي بوديجه په واك كې ورنه كړل شي نو ورته به ستونزمنه وي، چې د اوټاوا د تړون اهدافو ته دې تر ټاكلي نېټې پوري ورسيږي.

د اوټاوا په تړون كې ويل شوي وو، چې بايد د افغانستان ۷۰ فيصده خاوره تر ۲۰۱۱ ميلادي كاله پورې له ماينونو څخه پاكه شي، خو په افغانستان كې د ماين پاكۍ د همغږۍ په برخه كې د ملګروملتونو د د دفتر يا مكه مشر داكټر محمد حيدر رضا وويل، چې دوی دغه هدف ته د رسېدو لپاره تر ۲۰۰ ميلونو ډالرو څخه زياتو پيسو ته اړتيا لري.

"د بوديجي ستونزه متاسفانه يوه ستره ستونزه ده. دا چې څومره پيسو ته اړتيا لرو په دې اړه بايد وه وايم، چې د راتلونكي كال لپاره ۲۴۲ ميليونو ډالرو او د دې لپاره، چې د اوټاوا هدف ته ورسيږو تقريباً څه كم ۴۰۰ ميليونو ډالرو ته اړتيا لرو."

نوموړي زياته كړه همدا اوس هم هره مياشت په افغانستان كې په اوسطه توګه تر ۴۰ پورې كسان د ماينونو قرباني كيږي او يواځې تيركال خپله د ماين پاكې له كاركونكو څخه دوه تنه مړه او ۳۶ نور ژوبل شوي دي.

ښاغلي رضا زياته كړه د بودجي د كمښت ترڅنګ نا امنيو هم د دوی فعاليتونه له خنډونو سره مخ كړي دي او دا يې هم وويل، چې په يوشمېر نارامو جنوبي كې داسې شواهد شته، چې اوس هم په كې ماينونه ښخیږي كيږي، خو دا چې د چا له خوا په دې اړه يې څه ونه ويل.

"په دې برخه كې كره سند نه لرو خو كره شواهد لرو، چې له بده مرغه نوي ماينونه شندل شوي يا ځاي پرځاي شوي دي.

د بيلګې په توګه د هلمند نوزاد چې يواځې د تيركال په موده كې د ماين ۳۷ پيښې په كې ثبت شوي دي. يعنې ويلي شو چې د كندهار او هملند په ځينو برخو كې له بده مرغه نوي ماينونه خښ شوي دي."

دا مهال په افغانستان كې تر لسو زرو زيات كسان د ماين پاكي په برخه كې كار كوي، چې د ملګروملتونو د چارواكو په وينا د ماين پاكي د بهير له پيل راهيسې يې تر ۹۰۰ زيات كاركونكي هم د ماين ښكار شوي دي، چې ځيني يې په كې مړه او ځيني نور يې بيا ژوبل شوي دي.

ملګري ملتونه زياتوي، چې په افغانستان كي زيات ماينونه روسي ساخت دي خو د دې ترڅنګ داسې ماينونه هم ليدل شوي دي چې هغه د ايران، پاكستان، بريتانيا او ايټاليا له هېوادونو څخه دي.

افغان چارواكو هم په دې وروستيو كې څو څو ځله د افغانستان په لويديځ او جنوب كې د يوشمېر ايراني ساخت د ماينونو له نيولو خبر وركړی، خو د ايران حكومت بيا دا ردوي چې ګواكې د دوی حكومت دې افغانستان ته د ايراني ماينونو په استولو كي لاس لري.

مجاهد جواد
XS
SM
MD
LG