د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۲۷

د ولسي جرګې یوشمېرغړیود دولت له وسله والومخالفانوسره کتلي


د ولسي جرګې څو غړیو وویل چې دوی اویوشمېرنوروافغان سیاستوالوپه افغانستان کې د سولې اوپخلاینې لپاره د دولت له وسله والومخالفانوسره مخامخ خبرې کړي دي .

هغوی وویل پر یوې طرحې کار کوي چې پراساس یې د افغانستان د دولت له وسله والومخالفانو سره د حکومت د سولې د خبرو لار اواره شي .

د ولسي جرګې غړي او په دغوخبرو کې برخوال حاجي اقبال صافي ،چې په یوه نوي جوړ شوي کمیسون کې غړیتوب لري، پرون ازادۍ راډیو ته وویل :

((په دې غونډه کې دوه کمیسونونه جوړ شول چې یو به یې له ولسمشرسره ګوري اوبل د پېښور لورته روان شو چې له طالبانو او حزب اسلامي سره وویني.همداراز د اوس لپاره د خبرو د تعقیب لپاره په دوبۍ کې یو سکرتریت جوړ شو))

په همدې حال کې د افغانستان د مالیې پخوانی وزیر ډاکتراشرف غني احمدزی وايي چې له وسله والو طالبانو سره د پخلاینې لپاره خبرې اترې دوام لري .

ډاکتراشرف غني احمدزي الجزیرې تلویزیون ته وویل چې د سعودي عربستان حکومت او د دغه هیواد پاچا د منځګړتوب په پروسه کې شامل دي .

د مالدیپ په غونډه کې د ولسي جرګې ګډون کوونکوغړیو وویل چې په دې غونډه کې د ګلبدین حکمتیار د زوی فیروزحکمتیار په شمول د افغانستان د دولت د وسله والومخالفانو یوشمېراستازو برخه لرله او دوی هیله لري چې دا هلې ځلې به یې په هیواد کې د سولې لار اواره کړي .

د ولسي جرګې غړیو وویل چې په وروستیو کې دوی او یوشمېرنورو سیاسي شخصیتونوپه مالدیپ کې د افغانستان د دولت د مخالفو وسله والو له استازو سره خبرې وکړې چې په نتیجه کې یې دوه کمیسونونه جوړ شول چې یو یې د دولت له وسله والومخالفانو سره او بل له دولتي چارواکو په تېره بیا له ولسمشرکرزي سره خبرې وکړي .
XS
SM
MD
LG