د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۴۷

حامد کرزی سعودي عربستان ته ځي


کرزي وویل له هغو کسانو سره يې پالیسي لا هم په مقاومت ولاړه ده چې له القاعده شبکې سره اړیکي لري .
کرزي وویل له هغو کسانو سره يې پالیسي لا هم په مقاومت ولاړه ده چې له القاعده شبکې سره اړیکي لري .

افغان ولسمشر حامد کرزي چې تازه د لندن له کنفرانس څخه راستون شوی نن په کابل کې خبریالانو ته وویل سعودي عربستان ته ځي او هلته به د عمرې پر ادا کولو سربېره د سعودي له پاچااو نورو چارواکو سره په بېلابېلو مسلو خبرې وکړي . ښاغلي کرزي همدا راز وویل هېله لري چې د یو شمیر نورو طالب مشرانو نومونه به هم د م.م . له تور لیسته پاک شي .

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په هيواد كې د سولې د ټینګښت په برخه كې دسعودي عربستان رول مهم وباله او ویې ویل چې غواړي ددې هيواد له مشرانو سره په دې اړه خبرې وكړي .

ټاكل شوې ده چې حامد كرزي به ډېر ژر سعودي عربستان ته د خبرو اترو لپاره ولاړ شي.

حامد كرزي د خپل دې سفر په درشل کې نن خبریالانو ته وویل سعودي ته د خپل دې سفر په ترڅ کې به دپاچا عبدالله بن عبدالعزيز سره د دواړو هيوادونوترمنځ د يوشمير مهمو مسلو په اړه خبري وكړي:

((سعودي عربستان ته د عمري لپاره ځم ا او دوه اړخيزو خبرو اترو لپاره ، او د افغانستان او سعودي ترمنځ به په ټولو مسلو باندي خبرې وشي . او د سعوي له مرستو څخه به مننه وكړو چې د لندن په كانفرانس كې يې د سولي له بهير سره اعلان كړې او دغه راز د افغانستان له بيارغوني سره يي هم مرستي اعلان كړي دي.))

سعودي عربستان ته د افغانستان د ولسمشرسفر وروسته له هغي ترسره كيږي چې ولسمشرحامد كرزي د لندن په كانفرانس كې دسعودي عربستان له پاچا څخه په رسمي توګه وغوښتل چې په افغانستان كې دې د دولت او د مخالفينو ترمنځ د سولې د خبرو اترو په برخه كې مرسته وكړي .

ښاغلي كرزي په دغي خبري غونډه كې وويل ،چمتو دی چې له ټولو مخالفينو سره كه په هره كچه وي خبري اتري وكړي خو په دي شرط چې له القاعده او نورو تروريستي شبكو سره اړيكې ونه لري .


((د افغانستان د حكومت پاليسي له القاعده او نورو هغو تروریستانو سره چې هيڅ ډول سوله او ثبات نه يوازې په افغانستان كې، بلكي په ټوله نړۍ كې يې نه غواړي د مقابلي پاليسي ده . له القاعده او تروریستانو سره په هيڅ ډول په افغانستان كې مذاكره نه كيږي ځكه دا هيواد تر ټولو زيات له القاعدي څخه زيان ليدلي .))

د افغانستان ولسمشرحامد كرزي د خپلو خبرو په يوې بلې برخې كې له تور لیست څخه د طالبانو د نومونو د ويستلو د بهير هركلی وكړ او هيله يې څرګنده كړه چې له دغه تور لیست څخه به د نورو مخالفينو نومونه هم وويستل شي .

افغان حكومت وايي چې هوډ يي كړی چې له بيلابيلو لارو څخه په ځانګړي توګه د لويې جرګې له لارې په دي هيواد كې سوله او ثبات راولي .

په داسې حال كې چې د افغان حكومت چارواكي په دي هيواد كې د جګړو د دريدو او د سولې د راتلو په برخه كي د خپلو ګړنديو هڅو يادونه كوي ځيني بيا وايي چې مخالفينو لا تر دې مهاله د سولې د خبرو په برخه كې كومه ځانګړې ليوالتيا نه ده ښودلي .

راپور : مجاهد جواد
XS
SM
MD
LG