افغان چارواكي په دې باور دي، چې په هېواد كې د امونيم نايټريت كمياوي سرې په استعمال او سوداګرۍ بنديز به د وسلوالو مخالفينو د چاودنو او بريدونو توانايي راكمه كړي.
دوى وايي په دې وروستيو كې وسلوال مخالفين په خپلو بمي چاودنو او ځان وژونكو حملو كې اتيا فيصده له همدې موادو، چې په اسانۍ سره تنظيم كيږي ګټه اخستلې.
دوى وايي، د كابل د تيرې اونۍ په ځان وژونكو حملو او په دغه ښار كې د ملګرو ملتونو په میلمستون او ډېرو نورو بريدونو كې هم امونيم نايتريت كمياوي سره كارول شوې وه.
د كورنيو چارو وزارت مرستيال منير منګل د يكشنبې په ورځ له ځينو نورو دولتي چاروكو سره په ګډ خبري كنفرانس كې په دې اړه وويل:
"د دولت د مخالفينو هڅه داده، چې له دې موادو څخه په پراخه كچه ګټه واخلي او د دې لپاره چې وكولاى شي زورورې چاودنې ترسره كړي، په ډېره اساني امونيم نايتريت په ديرش، څلويښت او پنځوس كيلويي بوشكو كې ځاى پر ځاى كولاى شي او له هغو څخه اعظمي ګټه اخلي."
څو ورځې مخكې جمهور رييس حامد كرزي د يوه فرمان په صادرولو سره په هېواد كې د امونيم نايتريت كمياوي سرې په توليد، استعمال، اخيستلو او خرڅولو بنديز ولګاوه.
په فرمان كې راغلي دي، چې كه څوك دا كمياوي سره ولري نو د كرنې او مالدارى ادارو ته دې وسپاري.
په دغه خبري كنفرانس كې د افغانستان د ملي امنيت د شورا مرستيال جنرال نعيم بلوڅ وويل، چې دا مهال هم د افغانستان د جنوب او ختيځ په يو شمېر سيمو كې وسلوال مخالفين په بوشكو كې د امونيم نايريتو سره برابروي او بيا يې په نورو سيمو كې په چاودنو كې ترينه ګټه اخلي.
نعيم بلوڅ په دې برخه كې د هلمند مارجې ولسوالۍ ته ګوته ونيوله او ويې ويل، چې هلته په ورځ كې شاوخوا شپيته بوشكې امونيم نايتريت د چاودنو لپاره برابريږي.
بلوڅ همداراز په خپلو خبرو كې وويل، چې د كابل د تيرې اونۍ ځان وژونكو حملو په ګډون يو شمېر وروستي بريدونه په مسقيمه توګه د القاعده شبكې له خوا رهبري شوي دي:
"څو ځان وژونكې حملې چې دلته په ډله يېزه توګه وشوې، په مستقيمه توګه په خپله د القاعده شبكې له خوا رهبري شوې دي.
په كابل کې د وروستى حملې د ډلې رهبري كوونكى نيول شوى هم دى، د هغه موټر په اړه چې نوموړي په خپل لاس رنګ كړى و او ليكنه يې پرې كړې او د وسلې او هغه كور په اړه معلومات راټول شوي دي، چې په ساحه كې يې په كرايه نيولى و."
د افغانستان د كرنې وزارت مرستيال غلام مصطفى جواد وويل، چې په هېواد كې د امونيم نايتريتو كمياوي سرې باندې بنديز به په كرنې ناوړه اغيزه ونه كړه.
هغه وويل، چې دا سره ګټوره نه ده او د هېواد په كرنې كې يې پر استعمال شاوخوا دېرش كاله مخكې بنديز لګول شوى و.