د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۲۴

رحیمي : پر امونیم نایټریت سرې بندیز به پر کرنې منفي اغیز ونه کړي


د افغانستان د کرنې وزیر محمد اصف رحیمي
د افغانستان د کرنې وزیر محمد اصف رحیمي
د افغانستان حکومت د پنجشنبې په ورځ پر امونیم نایتریت سره چې ویل کېږي وسله وال مخالفین د بمونو په جوړولو کې کار ترې اخلي، بندیز ولګاوه.
افغان ولسمشرحامدکرزي په یوه فرمان کې امر کړی چې وروسته له دې د امونیم نایترېت سرې پر تولید، کارولو، ذخیره کولو او خرڅلاو بندیز لګول کېږي.
د ولسمشر په فرمان کې کروندګرو ته یوه میاشت وخت ورکړل شوی چې که چېرته دا سره ورسره وي، چارواکو ته دې یې وسپاري.

په دې اړه د جمهوري ریاست له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي دا پرېکړه له هغو څېړنو وروسته شوې چې ښيي له دې کیمیاوي سرې څخه د وسله والو مخالفینو له خوا په بمونو کې کار اخیستل کېږي.

ددې پرېکړې عوامل څه دي او آیا د ولسمشر دا پرېکړه به د هېواد د کرنې پر وضعیت ناوړه اغېز وکړي؟ آزادۍ راډیو پر دې او نورو مسایلو د کرنې له وزیر سره مرکه کړې ده. له محمداصف رحیمي سره مرکه احمدتکل کړې ده. دا مرکه دلته اوریدلی شۍ:

XS
SM
MD
LG