سویډنی تجربه کاره ډپلومات سټافان ډي مستورا د جمعې په ورځ وویل، نه غواړي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خاص استازي په دندې کار وکړي.
د ملګرو ملتونو عمومی منشي بان کي مون له ډي مستورا نه غوښتې وو، چې د کای ایډه په ځاي دې په افغانستان کې کار وکړي. ډي مستورا د نړیوال خوراکي پروګرام لوړ پوړی چارواکی دی او په تېر وخت کې یې په عراق کې د ملګرو ملتونو د خاص استازی په دندې هم کار کړی دی.
د کای ایډې پخواني مرستیال امریکایي ډپلومات پیتر ګالبرایټ تور لګولی و، چې خاص استازي د تېر کال جمهوري ریاست په انتخاباتو کې په پراخو درغلیو سترګي پټې کړي، خو کاي ایډې د ګالبرایت دا تور په کلکه رد کړی و او عمومی منشي نوموړی د مرستیالۍ له دندې ګوښه کړ.
ډيپلوماټان وایي، دوی نه پوهیږي چې څوک به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د خاص استازي په دندې وګمارل شي.
ځیني وایي، د سلواکیا د بهرنیو چارو وزیر یان کوبیس ممکن په نظر کې نیول شوی وي. ځیني کسان بیا په نیپال کې د ملګرو ملتونو د پخواني خاص استازي او د نړیوالي عمومي بخښنې یا امنیستي انټرنشنل د پخواني مشر ایان مارتین چې انګلیس دی، نومونه هم یادوي.
یو ډیپلومات، چې د نامه له ښودلو یې ډډه کړې وایي، ډي مستورا د کورنیو دلایلو له وجهې د افغانستان ماموریت ته زړه ښه نه کړ او اوس به بېرته له سره د بل کس د انتخاب کارونه پیلوو.
رویترز اژانس لیکي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نوي خاص استازي دنده به ډېره مهمه وي او په نورو کارونو برسېره به په افغانستان کی د جمهور رییس بارک اوباما نوي ستراتیژي یا پالیسي هم عملي کوي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي هیله من و، چې د افغانستان په اړه د لندن کنفرنس کې به ډي مستورا په افغانستان کې د خپل نوي استازي په توګه اعلانوي. یو جګ پوړی ډيپلوماټ وایي، فکر نه کوي چې د لندن د کنفرنس تر وخته به بل کوم کس په دې دنده وټاکل شي.
له بلې خوا اروپایي اتحادیه هم غواړي، چې په افغانستان کې خپل استازي وټاکي. ډيپلوماټان وایي، د دې څوکۍ لپاره ژین ماري ګیهینو، چې له ۲۰۰۲ کال څخه تر ۲۰۰۸ کاله پورې د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو مشر و، په نظر کې نیول شوی دی.
خو ده هم انکار کړی او وایي، د کورنیو ستونزو له وجې دې کار ته حاضر نه دی.
ډیپلوماټان دغه راز وایي، ګیهینو هم په افغانستان کې د کای ایډې په ځای غوره شوی و، خو بان کی مون نه غواړي، چې نوموړی په دې څوکۍ کار وکړي.
کای ایډې: نه غواړم د بلې دورې لپاره افغانستان کې کار وکړم

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د خاص استازي "کای ایډې" د کار دوره د روان عیسوي کال د مارچ میاشت کې پای ته رسیږي او نه غواړي، چی د بلې دورې لپاره په دې څوکۍ کار وکړي. د نورو کسانو په ډله کې د سویډني ډپلومات "سټافان ډي مستورا" نوم زیات یادېده، چې د کای ایدې په ځای به وټاکل شي، خو دی هم دې کار ته زړه نه ښه کوي.