د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۱

اسیا پراختیايي بانک د افغانستان برېښنا وزارت سره ۸۰ ملیونه ډالره مرسته وکړه


د افغانستان د اوبو او برښنا وزارت وايي، چې د اسيا د پراختيايي بانك له خوا شوې نوې مرسته به په كابل كې د بريښنا د يو سب اسټيشن د جوړولو او له شمال څخه جنوب ته د وارداتي بريښنا د مزي د غځولو په برخه كې ولګول شي.

دغه مرسته د اسيا د پراختيايي بانك له خوا د پور په ډول د بريښنا موسسې په واك كې وركول كيږي.

د بريښنا موسسې ريیس جليل شمس د پنجشنبې د ورځې په ماسپښين د دغه تړون د لاسليكولو په غونډه د دغې پروژې په اړه وويل:

"دغه پروژه د يو اتيا مليونو ډالرو ده او ټاكل شوې چې د وارداتي بريښنا له مزي، چې له شمال نه غځول شي او چمتلې ته رسيږي حنوب ته وغځوو او دغه شان يو سب اسټيشن د كابل په كوه كروغ سيمه كې حوړ كړو چې د دشت برچي سيمې ته بريښنا وركړي."

د افغانستان د مالیې وزير هم وويل، چې د اسيا پراختيايي بانك د پراختيايي پرژو په ځانګړې ډول د بريښنا د سكتور په برخه كې ښه مرسته كوونكى دى.

ډاكټر عمر زاخيلوال زياته كړه، چې له هغو يو اعشاريه شپږ مليارډو دالرو څخه، چې دغه بانك له افغانستان سره ژمنه كړې ده له شپږ سوو مليونو ډالرو څخه زياته مرسته يې د افغان دولت د بوديجې له لارې وركړې ده.

دغه شان په افغانستان كې د اسا د پراختيايي بانك ریيس كرك سټېفنسن وويل، چې دوى به په بېلابېلو برخو په ځانګړې ډول د بريښنا د سكتور د رغولو په برخه خپلو مرستو ته دوام وركړي:

"زموږ په اند د اسيا د پراختيايي بانك مرستې د افغانستان په كليو او ښارونو كې خلكو ته د پرېښنا د رسولو په هدف لګول شوي دي، تر راتلونكي كاله پورې د افغانستان ګوټ، ګوټ ته د بريښنا رسول زموږ د كارونو لومړيتوبونه جوړوي.

هغه مهال چې موږ كار پيل كړ په كابل كې بريښنا نه وه خو اوس ډېر كار شوى دى.
اوس موږ خپل پروګرامونه د افغانستان كليو او بانډو ته هم غځوو."

د اسيا د پراختيايي بانك له خوا د افغانستان د برېښنا د سيستم د رغولو په برخه دا نوې مرسته په داسې حال كې كيږي، چې د افغانستان د بيا رغونې په برخه كې د امريكا د متحده ايلاتو د سر څيړونكي راپور ښيي چې په دې برخه كې د امريكا د زياتو مرستو سره، سره بيا هم په افغانستان كې په سلو كې پينځه اتيا خلك بريښنا ته لاس رسى نه لري.

خو د افغان دولت او او د اسيا د پراختيايي بانك چارواكي وايي چې په دې برخه كې لا ډيرې هڅې وكړي او په لنډ مهال كې به د برېښنا د ګڼو مزو په غځولو سره د ښارونو تر څنګ كلي او بانډې هم روښانه كړي.
XS
SM
MD
LG