د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۴۵

م.م هایتي ته د مرستې لپاره۳۵۰۰ ستریري او پولیس لیږي

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون
د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون
د ملګروملتونو د امنیت شورا ۱۵ غړو په دې اړه د سرمنشي بانکي مون وړاندیز تایید کړ. په دې اړه د امنیت شورا په پرېکړه لیک کې ویل شوي، چې په هایتي کې د ملګروملتونو په ماموریت کې دې، نه زره سرتېري او درې زره اوه سوه پولیس شامل وي.

دا پرېکړه په داسې حال کې کېږي، چې د هایتي حکومت اعلان کړی چې په دې هېواد کې د وروستۍ زلزلې د مړو شمېره ۷۵ زرو ته رسېدلې ده.

د اروپايي ټولنې او ملګروملتونو چارواکي اټکل کوي، چې ښايي د دې زلزلې د قربانیانو ټوله شمېره دوه سوه زره کسانو ته ورسېږي.

په همدې حال کې د ملګروملتونو سرمنشي بانکي مون په نیویارک کې ویلي دي، چې په روانه اونۍ کې به په هایتي کې پر یومیلیون تنه مصیبت ځپلو مرستې ووېشل شي.

د راتلونکې دوشنبې په ورځ به کانادا له هایتي سره د مرسته کوونکو هېوادونو او ټولنو د نړیوال کنفرانس د مقدماتي غونډې کوربه وي.


امریکايي چارواکي وايي، په دې غونډه کې به د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلیري کلېنټن ګډون وکړي، خو د دې کنفرانس نېټه تراوسه نه ده ټاکل شوې.

د امریکا پوځي چارواکي وايي د امریکا د سمندري ځواک سرتېري د هایتي پایتخت پورت دو پرنس ته رسېدلي، دي څو دې هېواد ته د تجهیزاتو، د مرستې د موادو او اضافي ځواکونو د رسېدو چارې ته تیارۍ بشپړې کړي.

په هایتي کې له زلزلې وروسته په مرکز پورت دو پرنس کې د غلا، تاوتریخوالي او د عامه شتمنیو د لوټ او تالان راپورونه ورکړل شوي دي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG