د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۰۴

ولسمشر کرزی د ولسي جرګې له خوا د لسو کاندید وزیرانو رد خواشینی کړی دی


د حامد کرزي له مطبوعاتي دفتره یوه خپره شوې خبرپاڼه وايي چې ولسمشر کرزی د ولسي جرګې ننۍ پریکړې ته چې له ۱۷ ورپېژندل شویو وزیرانو څخه یې ېوازې ۷ تاييد او لس نور یې رد کړل د اساسي قانون سره سم درناوی کوي .

افغان ولسمشر د ولسي جرګې لخوا په دويم ځل دده د كابينې د يوى زياتې برخې د رديدو په اړه پخپل لومړني غبرګون كې خپله خواشيني څرګنده كړې خو ويلي دي، چې له اساسي قانون سره سم د ولسي جرګې ددې پريكړې درناوى كوي.

افغان ولسمشر حامد كرزي دا ځلې ولسي جرګې ته خپل اوولس نومانده وزيران ورپيژندلي وو خو ولسي جرګې ددوى د كاري پروګرامونو د اوريدلو وروسته د شنبې په ورځ يوازې اوو نوماندو وزيرانو ته د باور راى وركړه او پاتې لس يى رد كړل.

د ولسمشر كرزي د رسنيو د دفتر لخوا په يوه خپره شوى اعلاميه كې ويل شوي، چې ولسمشر دواړه ځلې د كابينې د غړو په انتخاب كې ملي مشاركت او وړتيا په پام كې ساتلې وه خو دا، چې د باور راى ترلاسه نكړاى شوه خواشينې دی.

د باور راى له وركولو مخكې افغان حكومت ډاډ څرګندوو، چې دا ځلې به ددوى نومانده وزيران د باور رايه ترلاسه كړي.

د حكومت د رسنيو د مركز مشر ډاكټر حكيم عاشر، چې د شنبې په ورځ سهار مهالې له ازادۍ راډيو سره خبرې كولې وويل، چې دوى د نويو وزيرانو د ورپيژندلو لپاره كوم پروګرام نلري او ډاډه دي، چې ولسي جرګه به دغو اوولسو كسانو ته د باور راى وركړي.

"تراوسه پور خو ولسمشر كرزې دا توقع لري، چې ټول نومانده وزيران له ولسي جرګې نه د باور رايه ترلاسه كړي.
پدې اړه تراوسه پورې كوم بل پروګرام نشته، ځكه، چې مونږ ډاډه يو، چې نوماند وزيران له خيره سره نن له ولسي جرګې نه د باور رايه اخلي."

خو د ولسي جرګې پريكړه د هغه څه په خلاف وه، چې افغان ولسمشر او حكومت يى تمه لرله. خو اوس دا، چې افغان ولسمشر به نور وزيران په څومره وخت كې ولسي جرګې ته ورپيژني په اعلاميه كې پدې اړه څه ندي ويل شوي.

له بل لوري په افغان رسنيو او ورځپاڼو كې له مخكې نه داسې تبصرې موجودې وي، چې ولسي جرګه به دا ځلې هم د ورپيژندل شويو نومانده وزيرانو يوه زياته برخه رد كړي او دا هم ويل كيدل كه ولسي جرګه بيا داسې وكړي نو دا به په ولسمشر كرزي ستر سياسي ګزار وي.

له بل لورې د افغان ولسمشر سياسي متحدينو، چې مخكې ځل يى د ولسي جرګې لخوا د اوولسو وزيرانو رديدل يى د ملي يوالي په خلاف بللې تر دې دمه د ولسي جرګې ددې وروستۍ پريكړې په اړه كومه تبصره نده كړې.

د حزب وحدت چارواكو ويلي، چې ددوى ګوند به د يكشنبې په ورځ خپل دريځ څرګند كړي خو د جنرال دوستم د جنبش ګوند چارواكو ويلي، چې ددوى ګوند لا كوم ځانګړې دريځ ندې خپل كړې.
.

نومانده وزيرانو ته د باور راى د وركولو بهير د شنبې په ورځ په داسې حال كې پيل شو، چې دوه سووه څلورويشت وكيلان په غونډه كې حاضر وو او له همدې امله يو نوماند وزير بايد د باور د ترلاسه كولو لپاره لږ تر لږ يو سلو ديارلس راى ترلاسه كړې وی .

د افغانستان ولسي جرګې د ولسمشر كرزي له خوا دوى ته د ۱۷ ورپېژندل شويو وزيرانو له ډلې څخه يوازې اوو كسو ته د باور رای وركړه ، او پاتې ۱۰ نور د ولسي جرګې په دغه ازمون كې پاتې راغلل .

د افغانستان د ولسي جرګې مشر محمد يونس قانوني د ولسي جرګې د شنبې د ورځې د غونډې پايله داسې اعلان كړه :

(( د اوولس نومول شويو وزيرانو څخه اوو كسو ستاسې د باور رای تر لاسه كړه خو پاتې لس كسو نورو ستاسې د باور رای تر لاسه نه كړه ، ټولو ته د خداى تعالى له دربار څخه برياليتوب غواړم .))

له دې سره د هغو نوماند وزيرانو شميره چې له ولسي جرګې څخه يې د باور رای تر لاسه كړې ده څوارلس تنو ته ورسيد .

د افغانستان ولسي جرګې د افغانستان د ولسمشر حامد كرزي له خوا دوى ته د ورپيژندل شويې دوهمې ډلې نوماند وزيرانو څخه د بهرنيو چارو وزارت لپاره ځلمي رسول ، د عدليې وزارت لپاره حبيب الله غالب ، د حج او اوقافو وزارت لپاره محمد يوسف نيازي ، د اقتصاد وزارت لپاره عبدالهادي ارغنديوال ، د كليو د پراختيا او بيارغونې وزارت لپاره جارالله منصوري ، د كار او ټولنيزو چارو وزارت لپاره امنې افضلي او د مخدرو موادو پر ضد د مبارزې وزارت لپاره ضرار احمد مقبل ته د باور رای وركړه .

خو د لوړو زده كړو وزارت لپاره نوماند محمد هاشم عصمت الهي ،د ښځو چارو وزارت لپاره پلوشې حسن ،د عامې روغتيا وزارت لپاره ثريا دليل ،د سوداګرۍ او صنايعو وزارت لپاره محمد ظاهر وحيد ،د ملكي هوايي چلند او ترانسپورت وزارت لپاره عبدالرحيم اوراز ، د فوايد عامې وزارت لپاره بشير لعلي ، د كډوالو چارو وزارت لپاره انجنير عبدالرحيم ،د سرحدونو چارو وزارت لپاره ارسلا جمال ،د مخابراتو وزارت لپاره عبدالقدوس حميدي او د ښاري پراختيا وزارت لپاره سلطان حسين حساري ونه شول كړاى چې د ولسي جرګې د اكٍرو غړو د باور رای خپله كړي .

کارپوهان څه وايي؟

ولسي جرګې ته د ورپيژندل شويو وزيرانو د دا شان برخليك په اړه كارپوهان بيلابيل نظرونه لري .

د سياسي چارو كارپوه محمد اسحق اتمر په دې اړه ازادۍ راډيو ته وويل :

((زما په اند ولسي جرګه په يو داد او ګرفت كې ده ، زه فكر كوم چې دوى د خپلو داخلي اړيكو پر اساس دا كار كړى ، دا قضاوت د مخفي معاملاتو له مخې شوى دى ، هغه كسان چې په دغو معاملاتو كې شريك ول هغوى له جرګې څخه د اعتماد رای تر لاسه كړه او هغوى چې دغه اړيكي يې ضيعف ول هغوى ونه شول كړاى چې د باور رائه خپله كړي . ))

د يادونې وړ ده چې تر دې د مخه هم ولسي جرګې ته د ولسمشر كرزي لخوا د ورپيژندل شويو وزيرانو څخه يوازې اوو كسو د باور رای تر لاسه كړې وه .

دا معلومه نه ده چې د پاتې يولس وزارتونو لپاره به بيا كله د ولسمشر لخوا نوي نوماند وزيران ولسي جرګې ته وروپيژندل شي .

د افغانستان د ولسي جرګې غړې دا ځل د ولسمشر كرزي د فرمان له مخې د خپلو ژميو رخصتيو په لړ كې سره راغونډ شول او نوماند وزيرانو ته يې د باور رای وركړه .

د افغانستان د اساسي قانون د ۱۰۷مې مادې له مخې ولسمشر دا واك لري چې په فوق العاده حالاتو كې د وكيلانو د رخصتيو پر مهال هم دوى سره راټول او ځانګړې غونډه جوړه كړي .
XS
SM
MD
LG