د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۹

د کابینې د نوي لیست په اړه مو خپل نظر راته ولېکۍ


ولسمشر کرزي ۱۷تنه نور کاندید وزیران ولسي جرګې ته د باور د رايو د ترلاسه کولو لپاره ور پېژندلي چې په لاندې توګه دي :

• بهرنيو چارو وزرات : ډاكتر زلمى رسول
• عدليې وزارت : استاد حبيب الله غالب
• لوړو زده كړو وزارت : محمد هاشم عصمت الهي
• حج او اوقافو وزارت : ډاكتر محمد يوسف نيازى
• فوايد عامې وزارت:انجنير محمد بشير لعلي
• سوداګرۍ او صنايعو وزارت: محمد هادي حكيمي
• د كليو پراختيا وزارت : جار الله منصوري
• ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت: انجنير عبدالرحيم اوراس
• د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت : ضرار احمد مقبل
• سرحدونو او قبايلو چارو وزارت: ارسلا جمال
• د كډوالو چارو وزارت: انجنير عبدالرحيم
• اقتصاد وزارت : عبدالهادي ارغنديوال
• ښاري پراختيا وزارت : سلطان حسين

• د كار او ټولنيزو چارو وزارت : امنه افضلي
• ښځو چارو وزارت :پلوشه حسن
• د عامې روغتيا وزارت : ثريا دليل.
•د مخابراتو وزارت: عبدالقدوس حمیدي


تاسو په دې نوي لیست کې څومره بدلونونه وینۍ؟ څه فکر کوﺉ دا کسان به د کومو معیارونو له مخې ولسمشر کرزي خوښ کړي وي ؟ له ولسي جرګې څه تمه او څه هېله لرﺉ چې دې کسانو ته به رایې ورکړي کنه ؟ او که چېرې دا کسان د وزیرانو په توګه وټاکل شي د افغانستان راتلونکی حکومت به څه ډول یو حکومت وي ؟

که په دې اړه کوم نظر لرﺉ نو د ازادۍ راډیو د ویب پاڼې په انلاین بحث کې برخه واخلۍ او له خپله نظره د ازادۍ راډیو د ویب پاڼې لوستونکي او د راډیو اوریدونکي خبر کړﺉ .
XS
SM
MD
LG