د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۰

افغانان د تاجکستان په زندانونو کې


په ولسي جرګې کې د بدخشان استازې فوزیه کوفي وايي ګڼو موکلینو یې ورته شکایتونه کړي چې خپل خپلوان یې په ناحقه په تاجیکستان کې بندیان دي.
په ولسي جرګې کې د بدخشان استازې فوزیه کوفي وايي ګڼو موکلینو یې ورته شکایتونه کړي چې خپل خپلوان یې په ناحقه په تاجیکستان کې بندیان دي.
دافغانستان په شمال کې دمخدره موادوسوداګري چې ویل کېږي ددې هیواد دمخدره موادو یوه پرپنځمه برخه قاچاق د تاجکستان پرپوله اړول کېږي، ښه په درز سره روانه ده.

له دغی سوداګری څخه دترلاسه شویو عوایدو ډیره برخه د مخدره موادو د قاچاقبرانو جیبونو ته لویږي، خوقرباني یې عام خلک دي چې اکثره د دې قاچاق په لومه کې نښلي.

دغه ستونزه، دازادی راډیو خبریالانو چارلس ریکنیګل او ظریف نظر له نژدې څیړلی چې نوریاس نوری یې مهمې برخې وړاندې کوي.

دافغانستان په اکثرو برخو کې هغه خلک چې سرحدونو ته نژدی ژوند کوي، له دغه موقعیت څخه ځینی ګټې هم پورته کوي. د مثال په توګه کلیوال د پولې دواړوغاړو ته یا سوداګري کوي او خپل مالونه د خرڅلاو لپاره له یوه لورې بل لورې ته وړی اویاهم د سوداګرودمالونودانتقال چارې پرمخ وړي چې له دې بابته عاید ترلاسه کوي.

خو دافغانستان په شمال کې، تاجکستان پولې ته دنژدی پرتو کلیو کې داوسیدونکوژوند چې ویل کېږي له افغانستانه د مخدره موادو دغیرقانوني صادراتویوه پرپنځمه برخه پردی پولی اړول کېږی، له خطرونو سره هم مخامخ دي.
تاجیکستان پوله ساتي وايي دا هیروین یې د افغانستان سره په پرتله پوله نېولي دي.

دلته عام کلیوال د مخدره موادو د قاچاق وړونکو له خوا دمریې په توګه له پولې اخوا پلورل کېږي او په زندانونوکې اچول کېږي چې ښایی په لسیزو کې بیرته هیواد ته ستانه نشی.

کلیوال وایي دغه کارپه ډیره اسانۍ ترسره کېږي. قاچاقبران له هغو خلکو چې له پولې تیریږی غواړي چې د دوی یوه خلطه یا پاکټ چې مخکې له مخکې یی پکې مخدره مواد ځای پرځای کړی له ځان سره د پولې بلې غاړې ته یوسي او یوه مشخص کس ته یې تسلیم کړي او وروسته تاجک پوله ساتونکو ته خبر ورکوي چې دغه سړی ونیسي.

په دې توګه قاچاقبران د دغه سړي په نیول کېدواو د یوڅه لږ مقدار مخدره موادوپه له لاسه ورکولو سره، له اصلي قاچاق څخه د چارواکوپام بلې خواته اړوي.

قاچاقبران په دی ډول د مخدره موادو لوی پیټی چې د ملګروملتونو د ۲۰۰۸ کال احصایی له مخی اندازه یی دورځی څلورټنه تریاکو ته چې داستعمال لپاره ورڅخه ۶ ملیونه پاکټه هیروین جوړیږی رسی، د تاجکستان پر پوله اړوي.


قاچاقبران اکثره له پولیسوسره اړیکې لري او هغوی ته معلومات ورکوي.

دغه پولیس چې د قاچاقبرانو په مرسته عادی افغانان د مخدره موادو دقاچاق په ارتباط نیسی، په دې کارسره فاسدو چارواکو ته دمخدره موادو د قاچاق دمخنیوی په برخه کې د خپلو اقداماتو لپاره دلاس ته راوړنوامکان برابروي او هغوی په دی توګه له خپلی دندې څخه دلیری کېدوخطر دفع کوي.

یوتن افغان چې د تاجکستان په یوه زندان کې بندي دی دازادۍ راډیو د پیغامونو ثبتولو ماشین کې ددی ماجرا داسې کېسه کوی:
(( زه هدایت الله دا مهال د تاجکستان په زندان کې زنداني یم، له سرحدي پولیسو څخه لوړ مقامات د وظېفې ترسره کول غواړي، دوی خپل کارونه کوي روسيې ته د پوډرو په قاچاق کې پوره پوره لاس لري ، خو ددې لپاره چې خپلو مشرانو ته خپل فعالیت وښيي غریب او بې وزلې کسان د قاچاقچیانو په تور نیسي او سپاري يې څو په ېد توګه خپلو مشرانو ته وښيي چې ګوندې دوی خپل مسولیتونه په سمه توګه ترسره کوي . دوی که هره میاشت ټاکلی شمیر کسان د قاچاقچیانو په تور ونه سپاري له کاره یې باسي ))

د دی او د نورو بندیانو څرګندونې دهغی معما غوټه خلاصوي چې ولې په سیمه کې د مخدره موادوله قاچاق سره د مبارزی لپاره د لویدیځ د ملیونونو ډالرو مرستې سره سره د دغې پدیدی مخه نه ده نیول شوی.

له ۱۹۹۲ کال راهیسې یوازې واشنګټن د تاجکستان له امنیتي ځواکونو سره د څه باندی ۳۷ ملیونو ډالرو مرسته کړې ده.

د دی او د نورو خواوو له مرستو سره سره نه یوازې پردې سرحد د مخدره موادو په قاچاق کې کمی ترسترګوکېږی بلکې دغه قاچاق لا ښه په درز سره روان دی.

قاچاقبران معمولا د خپل کاروبار لپاره له بې روزګاره کسانو کاراخلي.
تاجک چارواکي له نېول شویو هیروینو سره

د تخارولایت د مرکز تالقانو په یوه چوک چې خلک په تیره بې وزلی ځوانان دخواری لپاره راټولیږی، دشیرعلی په نامه یو کس د خپلی مزدوری حالت داسی بیانوی.


((نوم می شیرعلی دی د کارکولو لپاره راغلی وم خوپه دی ورځو کې کارنشته. سږکال حاصل ښه نه وو، څو ورځی مو په بازارکې تیرې کړې کارراته پیدانشو او اوس بیرته خالی لاس کورونو ته ځو.))

د طالع منو مزدورانو لپاره ښه ورځ هغه ده چې دشتمنو کسانو ناظر په دې بازار کې ښکاره شی اویویا ډيرمزدوران خوښ اوله ځان سره یې بوځي.

دوی ته معمولا ویل کېږي چې په کروندو او یا هم په چایخانو کې په کارونو ګمارل کېږی اوورته به دورځې څوډالر ورکوي . دا هماغه څه دي چې دا بې وزلې مزدوران یې له خدایه غواړي.

خومزدوری یوازې یوه بهانه ده، د دغو مزدورانو باداران چې عمدتا د مخدره موادو کاروبارکوي له هغوی څخه د مریی په توګه کاراخلی اوپه تاجک پوله ساتو یې پلوري.
د شیرعلی په خوا کې ولاړ یوبل سړی د خپل ژوند کېسه داسی بیانوي.


(( کله قاچاقبران راځي موږ اخلي او پلوري مو. که خرڅ شوی سړی ښه ارتباطات یاپیسي ولري ښایي وکولای شي بیرته ځان خلاص کړي خوترهغو چې خلاصیږي بیاهم څومیاشتی یا کلونه په توقیف ځایونو کې تیروي. زه یووارونیول شوم او ۴۰ ورځې مې په زندان کې تیرې کړې. دلته ددې لپاره راغلی یم چې د ځان لپاره څه مزدوري پیداکړم.))

سرحد ته نژدی کلیوال هم دمخدره موادو دقاچاق له نیرنګه خبردي اوداسې ورځ به نه وي چې له خوارانوسره داویره نه وي چې ګواکې تیرویستل شوي به وي.
په سلګونوبی وزلی افغانان چې د مخدره موادو د قاچاق په تور په اوږد مهاله بند محکوم شوي، د پولې اخوا د تاجکستان په زندانوکې شپې او ورځې سباکوي.
ډیردغه بندیان وایي چې دوی په دی شکل غولول شوي دي.
د تاجکستان په یوه زندان کې دهدایت په نوم بندي چې مخکې یی دازادی راډیود اوریدونکود پروګرام داواز ثبتولو په اتومات ماشین کې د قاچاقبرانو له نیرنګه پرده پورته کړې وه، دافغانستان دبهرنیو چاروله وزارت څخه هیله کوي چې د دغوپه سلګونو بی سرنوشته افغان زندانیانو غم وخوري.

(( زما د بهرینو چارو له وزارت څخه هېله داده چې دلته بندي ګڼ شمیر افغانان په ناحقه بندیانو دي د پوښتنې څوک نه لري او اړیکې یې نه شته . یو شمیر چاقاقبرانو د تاجیکستان پر حکومت پلورلي دي . نو زموږ د افغان دولت څخه دا هېله ده چې موږ له دې ځایه انتقال کړي ))

دافغانستان په ولسی جرګه کې د بدخشان دولایت استازی فوزیه کوفي چې په ولسی جرګه کې د ښځو او دبشری حقونو او مدنې ټولې د کمیسیون غړی ده، داستونزه مني اووایي:


(( په دې سیمه کې متاسفانه دخلکو دغه وضعیت دی. کله مې چې په دې ورستیوکې له سیمې څخه کتنه وکړه ښځې راته راغلی او ویل یې چې له خپلو میړنو او وروڼو هیڅ احوال نه لري چې څه ورسره څه پیښ شوي دي. دغه خوارخلک جوالي ګري کوي او دسوداګرومالونه له سرحد بلې غاړی ته لیږدوي. خو قاچاق بران ورڅخه غوښتنه کوي چې دغه کوچنۍ بسته له ځان سره هغې خوا ته یوسي. دوی هم اکثرا د غوټی دننه مثلا د سګرتود قوتیو دننه نه ګوری چې څه پکې دی ځکه هغه خلک چې له دوی څخه دا غوښتنه کوی، داحترام وړ کسان دي. اوپه دی توګه د غوټې لیږدونکې دتالاشی په پوسته کې نیول کېږي. ))

کوفی وایی دغه بی چاره خلک بې دفاع دي او نشي کولای داثابته کړی چې دغه غوټه ددوی نه ده.
کوفی وویل ډیر کسان په ګولیو ویشتل کېږي اومړی یی سیند ته غورځول کېږی.

(( سږ کال موږ د ډیرو دغسې پیښو شاهدووچې خلک بې موجبه وژل شوي او مړي یې سیند ته غورځول شوي یا نیول شوي چې سرنوشت یې ندی معلوم.))

ډیر کلیوال په دې باور دي چې په ګولیو د وژل شویو کسانو مړی د قاچاقبرانو په هدایت سیند ته اچول کېږي، ځکه په دې کار سره فاسد پولیس کولای شی ادعاوکړی چې دغه کسان یی د مخدره موادو د قاچاق دمخنیوی د هڅو په ترڅ کې له مینځه وړی دي.

د مخدره موادو د مافیا د ډلو پردغه چلو ول چې له عامو خلکو څخه د خپل کاروبار د دوام لپار کاراخلی، د بشری حقونو د مدافعانو ترڅنګ، د مخدره موادو ضد چارواکې هم خبر دی.
د نشه يي موادو پر ضد د مبارزې سرپرست وزیر جنرال خدایداد


دافغانستان د مخدره موادو د مخنیوی دوزارت سرپرست جنرال خدایداد وایی، د مخدره موادپه سوداګری کې معمولا هغه شتمن کسان او ځواکمن خانان ښکېل دي چې په سیمه ییزه سطحه له قانوني تعقیب څخه په یوډول معاف دي.

(( داسمه ده چې د مخدره موادودشبکو ترشاه رښتیني کاروباریان هیڅکله هم د معاملو په لومړۍ کرښه کې نه وي. دوی نورکسان د دغه کارلپاره ګماري. متاسفانه ددغو ځواکمنوکسانو نیول ګران کاردی. دا هغه خواراو بیچاره خلک دي چې د لیږدولو رول لوبوي او په سرحدي سیمو کې نیول کېږي. که څه هم زه ددې پلوي یم چې دوی ته باید سزا ورکړل شي خوموږ باید هڅه وکړو چې ریښتینې قاچبران ونیسو.))

امنیتي چارواکې وایي، ډیرو کسانو په خپله خوښه دی کاروبارته مخه کړې ځکه دوی پیسو ته محتاج وواوکله چې دوی بندی کېږي د بند په موده کې قاچاقبران د هغوی کورنیو ته پیسی ورکوي.

خوداچې څومره کسان په خپله خوښه د مخدره موادو په کاروبارکې ښکېل او څومره نوریې بې خبره په دې لومه کې نښتی دی، حساب یې ندی معلوم.

یودلیل چې د تاجکستان په زندانوکې افغان بندیان ډیروخت په بی سرنوشتی کې تیروی دادی چې دوی د دی وس نه لری چې دخپلی بی ګناهی د ثبوت لپاره مدافع وکېلانو ته پیسې ورکړی.

د تاجکستان دهمدان په سیمه کې د حقوقی چارو کارپوه رستم نباتوف په دې اړه وایی:

۱۲۱۱

(( مادافغانانوڅودوسیې څیړلي چې مجرمینوته د اولسونه تر۲۳ کلونو دبند سزاوي ورکړل شوې وی. خو اساسي مسله داده چې بندیان مدافع وکېلان نه لري، په دی خاطر زه فکر کوم چې قاضیان په ډیراحتیاط د دوسیودواړه خواوي نه مطالعه کوي چې په نتیجه کې یې دغه پروسه غیرعادلانه وي.))

ډیردغه بندیان ترخپلی محاکمی دمخه میاشتی او کلونه په زندان کې په بی سرنوشتی کې تیروي. سرحد ته دنژدې سیموقومي مشران وایي هغوی چې پیسی نه لری باید ډیرتاوان وګالی.

د تخارولایت د دشت قلعه ولسوالی دسیمه ییزی شورا مشر حاجی عزیز شاروال وایی:

(( که دوی پیسې درلودی دتاجکستان محکمی ښایي ددوی دوسیی ډیرژر فیصله کړې وای اوله محاکمې دمخه یې دومره په توقیف کې نه وای ساتلي))

د دغوبندیانو خپل خپلوان د خپلو بندي عزیزانو په اړه چې څه ورسره څه پیښ شوی ډیرلږ معلومات ترلاسه کوی.
محمد اکبرچې ورور یی د دوشنبی په زندان کې بندی دی، وایي کلی یې دتاجکستان دپولی په ۵۰۰ متری کې پروت دی او خپل خپلوان یې اکثره د کارونو لپاره له پولی اوړی. دی وایی ورور یی هم څواونۍ په تاجکستان کې له کارکولو وروسته هغه مهال چې خبر شوزه اوزوی می د یوه ماین په چاودنه کې ټپي شوي یواوغوښتل یی عاجل ځان راورسوي چې د تاجکستان سرحدی ځواکونو ونیو.

اکبر وایی ډیر قهروړی په دی دی چې زما ورور یی بی موجبه نیولی اوزیاتوي له دې پیښی وروسته یوشمیر کسانو ورسره تماس نیولی وواوورته یی ویلی چې که غواړی ورور یې راخلاص کړي نو لس زاره ډالره دې ورکړی. دې وایي په ځان کې د دغومره پیسو ورکولووس نه ویني.

اکبرته اوس یوازې یوه هیله پاتی ده چې کله به دافغانستان اوتاجکستان د دولتونو ترمینځ، خپلوهیوادونو ته د بندیانو دلیږدولو هغه تړون عملی کېږي چې تیرکال د دواړوهیوادونو چارواکو لاسلیک کړی دی.

دی وایی که وروریی په وطن کې په زندان کې وی، لږه تر لږه دا دا به یې له نېږدې کتلی شي.
XS
SM
MD
LG