د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كميسيون وايي، وروسته له هاغي چې د جوزا د مياشتي په لومړي نېټه د ولسي جرګې د انتخاباتو د ترسره كېدو پرېكړه وشوه نو دوی اوس د دغو انتخاباتو د ټولو پړاونو لپاره زماني تقسيم اوقات هم بشپړ كړ.
د انتخاباتو د خپلواك كميسيون د دارالانشا مشر داوود علي نجفي د انتخاباتو په اړه د دغه زماني تقسيم اوقات د اعلانونو پرمهال د كانديدانو د ثبت نام او د رايه وركونكو د نوم ليكني د بهير په اړه د پنجشنبي په ورځ وويل:
"د ولسي جرګې د كانديدانو د نوم ليكنې رسمي بهير به د سلواغې د مياشتي په درېيمه نيټه پيل او د همدې مياشتي تر ۱۷ نيټې پورې به دوام وكړي.
دغه راز د کب یا حوت له لومړۍ څخه به د حمل د مياشتې تر ۳۰ نيټې پورې د رايه وركونكو د نوم ليكنې بهير روان وي، چې دا ځل به ډېر محدود يعنې يواځي د ولايتونو په مركزونو كې به يو مركز د نارينه او يو مركز د ښځينوو رايه وركونكو د نوم لیکنې لپاره وي.
ښاغلي نجفي دا هم وويل، چې د ولسي جرګې د انتخاباتو د ترسره كېدو لپاره ۱۲۰ ميليونو ډالرو ته اړتيا ده، چې ۷۰ ميليونه يې ورته له تېرو انتخاباتو څخه پاتي دي او د پاتې نورو پنځوسو ميليونو ډالرو په برخه كې يې ملګروملتونو ته وړانديز كړی.
خو د ملګروملتونو يوه وياند عليم صديق د تيرې دوشنبي په ورځ ويلي وو، چې له دوی څخه په رسمي توګه د مرستي كوم وړانديز نه دی شوی او كه وشي نو دوی به پري هرومرو فكر وكړي. خو شرط به دا وي، چې بايد د انتخاباتو په خپلواك كميسيون كې اړين اصلاحات رامنځته شي.
د انتخاباتو د خپلواك كميسيون د دارالانشا مشر داوود علي نجفي دې اندېښنې ته په ځواب كې وويل، چې دوی په دغه كميسيون كې د خپل صلاحيت سره سم اصلاحات راوستي دي او كه د نورو اصلاحاتو اړتيا موجوده وي نو دا به د ولسمشر له صلاحيتونو څخه وي.
نوموړي د انتخاباتو د پروسي د شفافيت په اړه داسي وويل:
"هغه څه چې كميسيون پورې تړاو لري دغه كميسيون خپل قانون مكلفيتونه اجرا كړي دي، هغه څه چې امنيتي ځواكونو پورې تړاو لري هغوی بايد خپله دنده سرته ورسوي او تر ټولو مهمه يې دا ده، چې بايد كانديدان د رايه وركولو په مراكزو كې خپل استازي ولري، چې دا هم يو له هغو شرايطو څخه دي، چې كولای شي د انتخاباتو شفافيت تضمين كړي.
ښاغلي نجفي دا هم وويل چې څو ورځي وروسته به دوی يوه امنيتي غونډه ولري او په كې به پرېكړه وشي، چې نا امنو سيمو ته به د رايه وركولو صندوقونه نه استوي او تېرې تجربې به نه تكراروي خو دا چې دا به كومې سيمې وي، په دې اړه يې څه ويل له وخت څخه د مخه وګڼل.
په هرصورت د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره د افغانستان د انتخاباتو د خپلواك كميسيون له خوا چمتوالی په داسې حال كې نيول شوی دی، چې خلك اندېښنه لري چې د تېر دور انتخاباتو په څېر دا انتخابات هم د درغليو په تور بدنام نه شي.
له بلې خوا په نيوياړك كې د ملګروملتونو د امنيت په شورا كې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړي استازي كای ايډه د چهارشنبي په ورځ په خپلو خبرو كې اندېښنه څرګنده كړي، چې د يولړ تخنيكي ستونزو له امله په ټاكلي وخت د دغه انتخاباتو ترسره كېدل ښايي ستونزمن وي.
مجاهد جواد