د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۱

کلیڼتن : د ايران پر حکومت داسې فشار اچول غواړو چې عام ایرانیان زیانمن نه شي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیره میرمن هیلري کلینټن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیره میرمن هیلري کلینټن

نړیواله ټولنه د ایران د لانجمن هستوي پروګرام په اړه زیاتې اندیښنې لري او له اوږدې مودې راهیسي روانو ډپلوماتیکو هڅو هم کومه نتیجه نه ده ورکړي. د امریکا متحده ایالات زیار باسي چې په تهران باندې د نویو بندیزونو لګولو هلې ځلې زیاتې کړي.

د امریکا متحده ایالاتو د ایران پر حکومت او سپاه انقلاب باندې د نویو بندیزونو لګولو بحثونه ګرم کړي او غواړي د هستوي پروګرام د بندولو په کار کې د ایران عام ولس ته زیان ونه رسیږي.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلینټن د قطر له صدراعظم شیخ حماد بند جاسم الثاني سره په ګډ خبري کنفرانس کې وویل، مونږ د فشارونو او بندیزونو په اړه له خپلو متحدانو او هم فکرو هیوادونو سره خبرې پیل کړي دي.

کلنټن وویل، هدف مو دادی چې د ایران په حکومت په خاص ډول د سپاه انقلاب په عناصرو فشار واچوو ، خو د ایران عام خلک باید زیانمن نشي کوم چی همدا اوس زیات ځوریږي.

د امریکا متحده ایالات په ایران تور لګوي چې د ملکي پروګرام په پلمه په پټه هستوي وسلې تولیدوي.

امریکا د ایران په وړاندې د خبرو او په عین حال کې د بندیزونو لګولو پالیسي پر مخ وړي تر څو تهران د هستوي پروګرام پریښودو ته اړ باسي.

چارواکي وایي، د سپینې ماڼۍ په بندیزونو کې په نورو قیوداتو برسېره په ایرانیو چارواکو، سپاه انقلاب او د رژیم له مشرتابه سره په نږدي ارګانونو باندې د سفر بندیزونه هم لګول کیږي.

د ۲۰۰۷ میلادي کال د اکتوبر میاشت کې د ایران سپاه انقلاب ډله چې د کورنیو شخړو او بحرانونو په مقابل کې د رژیم دفاع او ساتنه کوي، د ډله ایزې وژنې وسلو په زیرمه کولو تورنه کړې وه.

هغه مهال ددی ډلې په خاص ځواک قدس باندې هم بندیزونه لګول شوي وو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې دغه رازد ایران د حکومت د مخالفینوپه وړاندې د تهران د رژیم د ناوړه چلند په اړه خواشیني څرګنده کړه او ویي ویل، د ایران له سوله اېزو مظاهره کوونکو سره پیوستون اعلانوي.

د ایران حکومت، مخالف مشران له بهرنیو دښمنانو سره په تړاو تورن کړي او خبرداری یی ورکړي چي نور به د حکومت ضد شخړې و نه زغمي.
XS
SM
MD
LG