ولسې جرګه وروسته ترهغې دا غوښتنه كوي، چې د افغانستان په ټولو ولايتونو كې د ولايتي شوراګانو په انتخاباتو كې د تقلب او درغليو له امله شكايتونه وشول، حتى د ولايتي شوراګانو يو شمېر كانديدانو ولسې جرګې ته هم خپل شكايتونه وړاندې كړل.
د ولسې جرګې رييس محمد يونس قانوني د دې جرګې د غړو له ډېرو بحثونو څخه وروسته وويل، چې د ولايتي شوراګانو رايې سمې او شفافې نه دي څيړل شوي او بايد، چې وروستي نتايج ترښې څيړنې وروسته اعلان شي:
"د افغانستان په څلوردېرشو ولايتونو كې شكايتونه موجود دي مربوطه كميسيونونه بايد د ولايتي شوراګانو په اړه شته ستونزې، حل كړي كه رايې بيا شميري، كه يې لغوه اعلانوي او كه سمې دا د دوى كار دى.
د انتخاباتو خپلواك كميسيون او د انتخاباتي شكايتونو كميسيون ته ويل كيږي، ترڅو چې دې ستونزې ته سمه رسيدګي ونه شي تاسو د ورستي نتايجو د اعلان حق نه لرﺉ."
د ولسې جرګې د دوشنبې د ورځې عمومي غونډې ته د انتخاباتي شكايتونو د كميسيون غړى مولوي مصطفى باركزى او د انتخاباتو د خپلواك كميسيون د دارالانشا رييس داود علي نجفي هم بلل شوي وو، ترڅو د ولايتي شوراګانو د كانديدانو د شكايتونو په اړه ځواب ووايي.
د انتخاباتي شكايتونو د كميسيون غړي مولوي مصطفى باركزي د ولسې جرګې غړو ته وويل، چې د ولايتي شوراګانو د رايو په څيړنه كې ده د دې كميسيون د رييس د مخالفت له امله حضور نه درلود او دى نه شي كولاى، چې د مشكوكو رايو څېړل سم او شفاف وبولي.
دى وايي چې د انتخاباتي شكايتونو كميسيون پنځه تنه غړي لري، چې درې تنه يې بهرنيان او دوه تنه يې افغانان دي.
د مولوي باركزي په خبره د انتخاباتي شكايتونو د كميسيون د كاري طرزالعمل له مخې بايد د دې كميسيون په هره فيصله كې د دې كميسيون يو افغان كاركوونكى هم شامل وي له دې پرته د دې كميسيون شوې پرېكړې قانوني بڼه نه لري.
دا څرګندونې په داسې حال كې كيږي، چې ويل شوي د انتخاباتي شكايتونو د كميسيون مشر ګرنټ كيپن او دوه تنه نور بهرني غړي يې د انتخاباتو خپلواكه كميسيون ته د ولايتي شوراګانو په اړه د خپلې وروستۍ پرېكړې له سپارلو وروسته له دې هېواد څخه وتلي دي.
په عين حال كې د انتخاباتو د خپلواكه كميسيون د دارالانشا رييس داود علي نجفي د ولسې جرګې په غوڼده كې وويل، ترڅو چې دا معلومه نه شي، چې د انتخاباتي شكايتونو د كميسيون دوهم افغان غړي فهيم حكيم د ولايتي شوراګانو د مشكوكو رايو په څيړلو كې برخه اخيستې وه او كه نه دوى به دولايتي شوراګانو ورستۍ نتيجې اعلان نه كړي.
د افغانستان په څلوردېرشو ولايتونو كې د ولايتي شوراګانو سلګونه كانديدان شكايت كوي، چې په انتخاباتوكې ډېرې پراخې درغلۍ شوي او ترڅو، چې رايې سمې ونه څيړل شي دوى به يې نتايج و نه مني.
دوى ګواښ كوي كه چيرې په دې برخه كې بې پروايي وشي نو دوى به د مظاهرو او لاريونو په كولو سره د خپلو حقوقو غوښتنه وكړي.