د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۵۴

علیم صدیق: د وزیرانو تاییدول یا ردول د ولسي جرګې صلاحیت دی


په کابل کې د ملګرو ملتونو یو ویاند حلیم صدیق
په کابل کې د ملګرو ملتونو یو ویاند حلیم صدیق

په كابل كې د ملګروملتونو يوه وياند عليم صديق د دوشنبې په ورځ وويل، چې پشنهاد شويو وزيرانو ته د تاييد او يا رد رايه وركولو صلاحيت د ولسي جرګې دی او خوښ دي چې اصلاح طلبو وزيرانو ته يې د تاييد رايه وركړې ده.

په كابل كې د ملګرو ملتونو يوه وياند وويل، چې دا د ولسي جرګې له صلاحيتونو څخه دي، چې پشنهاد شويو وزيرانو ته د باور او يا نه باور رايه وركړي، خو دوی خوښ دي چې اصلاح غوښتونكو وزيرانو ته په كې د تاييد رايه وركړل شوې ده.

عليم صديق دغه خبرې د دوشنبي په ورځ په كابل كې د يوي خبري غونډې په ترڅ كې وكړې او هيله يې څرګنده كړه، چې نوي وزيران به هم ډېر ژر ولسي جرګي ته ورپيژندل شي:

"مونږ غواړو له هغو وزيرانو سره كار وكړو، چې د ولسي جرګي له خوا تصويب شوي دي، مونږ هيله څرګندوو، چې ولسمشر او ولسي جرګې به د پاتې وزيرانو پرځاي نوي وزيران وټاكي او تصويب كړي.

مونږ به له ټولو هغو وزيرانو سره كار كوو څوك چې د ولسي جرګې له خوا تایيدېږي."

ښاغلي صديق زياته كړه، د كابينې لیست په داسې حال كې لا بشپړ شوی نه دی، چې د لندن كانفرانس ته څو اونۍ پاتې دي.

خو دوی د افغانستان د حكومت له دغه دريځ څخه ملاتړ كوي، چې وايي كه وزيران اړوندو وزارتونو ته نه وي ټاكل شوي نو سرپرست وزيران او يا مرستيالان به يې د لندن په كانفرانس كې د افغانستان استازيتوب وكړي.

ده زیاته کړه، چې د ولسي جرګې له خوا د لږو وزيرانو تاييدول به له افغانستان سره د دوی په مرستو باندې كومه منفي اغيزه ونه كړي.

"اجازه راكړئ، چې روښانه يې كړم، چې زمونږ مرسته به له افغان حكومت او د دغه حكومت له بېلابېلو وزارتونو سره همداسې دوام ولري.

فرق نه كوي كه وزيران تصويب شوي نه وي. مونږ به د سرپرست وزيرانو او مرستيالانو سره خپلي اړيكي ولرو."

نوموړي زياته كړه، چې په ۲۰۰۹ ميلادي كال كې په افغانستان كې د دوې د ماموريت په وړاندې تر ټولو ستره ستونزه امنيتي ستونزه وه، ځكه د دوی په يوشمېر كاركونكو او د مرستو په كاروانونو باندې مخالفينو بريدونه كړي.

خو ده له خلكو څخه وغوښتل، چې د مخالفينو غوږو ته دا ورسوي چې ملګري ملتونه يواځي له اړينو خلكو سره مرستې كوي او كه د دوی امنيت ته كوم ګواښ نه وي نو دغه مرستې به په روان ۲۰۱۰ ميلادي كال كې نورې هم زياتې شي.

په كابل كي دملګروملتونو وياند عليم صديق دا هم وويل چې لا تر اوسه پورې له دوی څخه د پارلماني انتخاباتو په برخه كی د كومې مرستې وړانديز نه دی شوی او كه وشي نو هرومرو به پرې غور وكړي خو په دي شرط، چې د انتخاباتو په خپلواك كميسيون كې بنيادي اصلاحات راشي او په ټاكنو كې شفافيت باوري شي.

راپور: مجاهد جواد
XS
SM
MD
LG