د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۲

له ایران څخه د اسامه د لور د وتلو لپاره خبرې اترې روانې دي


د سعودي عربستان او ايران حکومتونه په دې خبرې کوي چې د اسامه بن لادن لور ته څنګه لار برابره کړي چې له ايران څخه ووځي. دا خبر شرق الاوسط ورځپاڼې د يکشنبې په ورځ خپور کړ.

د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير شهزاده سعد الفيصل شرق الاوسط ورځپاڼې ته وويل: د اسامه بن لادن لور، ايمان بن لادن د سعودي عربستان په سفارت کې ده. هغه وويل:

”موږ فکر کوو چې دا يوازې يوه بشري موضوع ده، د ايران له چارواکو سره په خبرو لګيا يو چې په دې مسئله کې يوې موافقې ته ورسېږو او ايمان ته د وتلو زمينه برابره کړو“.

الفيصل زياته کړه چې نه غواړي دا موضوع سياسي رنګ خپل کړي، مسئله نوره هم پېچلې شي او له تهران څخه د ايمان بن لادن وتل وځنډېږي.

د عربستان د بهرنيو چارو د وزير سعد الفيصل دا بيان لومړنى حکومتي عکس المعل دى چې په عامه څرګندېږي. له سعودي عربستان څخه خپرېدونکې شرق الاوسط ورځپاڼې تېره اوونۍ راپور ورکړ چې ايمان بن لادن درې اوونۍ په سفارت کې ساتل شوې او نه ده توانېدلې له هغه ځايه ووځي.

ورځپاڼې ليکلې، هغې له خپل ورور عبدالله سره چې په عربستان کې اوسېږي، خبرې کړې دي. ايمان ويلي چې دا او پنځه وروڼه يې له خپلې يوې مور، ام حمزه سره يوځاى، له ٢٠٠١م کال راهيسې چې امريکا پر افغانستان يرغل کړى، په ايران کې ساتل کېدل.

ايران ويلي دي، ايمان ازاده وه چې هر چېرې لاړه شي، خو سعودي عربستان د هغې هويت نه تاييداوه.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند رامين مهمانپرست په دې اړه د ايران دولتي خبري اژانس، ايرنا ته وويل ”تر اوسه پورې د سعودي عربستان سفارت داسې کوښښ نه دى کړى، د هغه چا هويت تاييد کړي چې ځان د اسامه بن لادن لور معرفي کوي“

د اسامه بن لادن کورنۍ شرق الاوسط ورځپاڼې ته ويلي دي، دوى له ٢٠٠١م کال راهيسې د خپلې کورنۍ د ورکو شويو غړو په اړه معلومات نه لري، چې ګومان کېده دوى به په افغانستان کې وي.
XS
SM
MD
LG