په داسې حال كې، چې د افغانستان د ملكي هوايي چلند او ترانسپورټ وزارت هيله من دى، چې تر راتلونكو څلور كلونو پورې به د هوا پيژندنې چارې په بشپړه توګه د هوا پيژندنې د ادارې له خوا سمبال شي د دغې ادارې مشرتابه وايي، چې د مسلكي پرسونل او پرمختللو وسايلو د نه موجوديت په برخه كې له ستونزو سره مخ دي.
د هوا پيژندنې د ادارې ريس انجنير عبدالقدير قدير ازادۍ راډيو ته په يوې ځانګړې مركه کې وويل، چې همدغو ستونزو ته په پام سره لا هم په دغه هېواد كې د هوا پيژندنې چارې د ناټو او ايساف ځواكو په غاړه دي:
"اوس د هوا پيژندنې چارې د ناټو او ايساف ځواكونو له خوا پر مخ وړل كيږي، خو موږ غواړو چې د هوانوردۍ د نړېوالې ټولنې د معيارونو سره سم دا كار بيرته ملكي برخې ته وليږدوو، موږ په دوو برخو كې ستونزې لرو يو د مسلكي پرسونل او بل د پرمختللو وسايلو په برخه كې."
خو د ښاغلي قدير په وينا اوس هم دغه اداره د اب او هوا د وړاندوينې په برخه كې د نورو سرچينو په پرتله كره معلومات برابرولی شي.
د افغانستان د هوا پيژندنې ادارې ۵۰ كاله پخوا د هوا پيژندنې د نړېوالې ټولنې غړيتوب خپل كړ، چې تر جګړو د مخه د هوا پيژندنې په برخه كې يوه مخكښه اداره ګڼل كېده، خو د دغې ادارې د چارواكو په وينا د جګړو په ترڅ كې د نورو زيانونو تر څنګ د هوا پيژندنې وسايل هم له منځه ولاړل.
د افغانستان د ملكي هوايي چلند او ترانسپورټ وزارت مرستيال انجنير رازمحمد علمي د شنبې په ورځ د هوايي چلند د انسټيوټ د محصلانو د فراغت د غونډې په څنډه كې ازادۍ راډيو ته وويل، چې د مسلكي كسانو د روزلو لړۍ پيل شوې ده او د ستوزو د هواري لپاره د وسايلو د برابرولو پروګرام هم په پلان كې دی:
نن سبا د افغانستان د هوا پيژندنې اداره، چې د ملكي هوايي چلند او ترانسپورت وزارت په چوكاټ كې كار كوي ۱۵۰ كاركوونكي لري، چې تر د جګړو د مخه دغه شمېره ۶۰۰ ته رسيدلې.
خود چارود كارپوهانو په وينا دا كومه لويه ستونزه نه ده ځكه كه د دغې ادارې وسايل پرمختللي او نوي شي نو په كمو كسانو هم د ډير كار امكان شته او دا هيلې لا نه دې مړاوې شوې، چې دغه اداره يو ځل بيا د كاري وړتيا له مخې خپل پخوانى ځاى خپل كړي.