د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۸

افغانستان ازبکستان سره د ۳۰۰ مېګاواټه برېښنا راورادولو تړون لاسلیک کړ


د افغانستان د اوبو او برښنا وزارت چارواكي وايي، چې له ازبكستان څخه یې د ۲۰۰ ميګاواټه څخه د زياتې برښنا د واردولو په برخه كې يو تړون لاسليك كړ چې، کابل، شمالي ولایتونو ته ترې برېښنا وویشل شي.

كه څه هم د تېر كال د ژمي راهيسې كابل ته وارداتي برېښنا رسيدلي ده، خو اوس هم د كابل د ځينو سيمو اوسيدونكي د برېښنا د نه مجوديت له امله سخت شكايت كوي.

په كابل كې د رحمن مينې، احمدشاه بابا مينې او رشخورو د سيمې اوسيدونكو ازادي راډيو ته وويل، چې د ډيرې مودې راهيسې دوی د برېښنا روښنايي نه ده ليدلې.

د برېښنا په اړه د كابل يوشمېر اوسيدونكي خوښ او ځينو نور بيا سخت شكايت كوي.

دا په داسې حال كې ده، چې د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت چارواكي وايي، چې دامهال د كابل ښار۷۰ فيصده خلكو ته د برېښنا مزي غزول شوي دي او د برېښنا د مزو د غزولو لمن ورځ په ورځ نوره هم پراخيږي.

په كابل كې د برېشنا شركت مرستيال انجنير محمد همايون كوهستاني ازادي راډيو ته وويل، چې اوس اوس د ازبكستان او تاجكستان سره د واراتي برېښنا په برخه يو تړون لاسليك شوی، چې د هركيلوواټ برېښنا په بيو كې به هم كموالی راولي.

"له ازبکستان او تاجکستان هېوادونو څخه درۍ درۍ سوه مېګاواټه برېښنا راواردوو، کله چې د مزو غزولو کار بشپړ شي نو هیله مند یو، چې اوسنۍ بیه هم راټیته شي."

ښاغلي كوهستاني دا هم وويل، چې له دغې برېښنا څخه به نه يواځې په كابل كې خلكو ته مزي وغزول شي بلكه په يوشمېر شمالي ولايتونو لكه بلخ، بغلان، كندز، پروان او په ختيځ ننګرهار او لغمان كې به ترې خلك برخمن شي.

تر دې مخكي د افغانستان د اوبو او انرژي وزير محمد اسمعيل خان هم په ولسي جرګه كې د خپل پنځه كلن كاري پلان د تشريح پرمهال ويلي وو، چې هڅه به وكړي د افغانستان د ابي توربينونو څخه په استفادي درې زره او شپږ سوه ميګاواټه برېښنا توليد كړي.

د افغانستان خلك هم وايي، چې په بېلابېلو برخو كې د پرمختګ او ودې لپاره د برېښنا موجوديت يوه ضروري خبره ده، چې بايد نه يواځې د افغانستان پلازمينه كابل بلكه ټول ولايتونه د برېښنا په نور باندې روښانه كړي.

مجاهد جواد
XS
SM
MD
LG