د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۲۷

په ایران کې شین پاڅون د پراختیا په لور


په ایران کې ۶ میاشتې وړاندې د ولسمشرۍ له لانجمنو انتخاباتو وروسته د حکومت د مخالفوګوندونو پلویانو په تهران او نورو ښارونو کې د پراخو مظاهرو پر مهال د درغلیو پرضد شعارونه ورکړه او په همدې سره په دغه هیواد کې د اصلاح غوښتونکو شین پاڅون پیل شو.

والسټریټ ژورنال ورځپاڼه د ایران د حالاتو په اړه یوه تحلیلي مطلب کې لیکي :مظاهره کونکي اوس یوازې د دیموکراټو انتخاباتو ترسره کیدل نه غواړي بلکې هغوي اوس په ایران کې د اوسني رژیم د بدلون غوښتونکي دي.

د مظاهره چیانو پخوانۍ شعار چې ویل به يې زما رایه چیرته ده اوس بدل شوی اوس دوي دایران ستر مذهبي مشر علي خامنه يې ته د قاتل خطاب کوي او د هغه واک غیر قانوني بولي.

مظاهره کونکي اوس وايي دوی نه لبنان غواړي او نه هم غزه بلکې دیوه ازاده ایران لپاره خپل ځان قربانوي.

د ایران د حکومت مخالفان له رژیم څخه غواړي چې په عراق، لبنان ،او فلسطین کې ددوي په وینا له تروریستي ډلو سره مرسته بنده کړي.

ورځپاڼه وايي په زور او تاوتریخوالي سره د مخالفانو د سولیزو مظاهرو په ځپلو سره د ایران مذهبي مشر خپل راتلونکې هم له خطر سره مخامخ کړی دی.

د ولسمشرۍ له انتخاباتو وروسته یوازې په جون او جولای میاشتو کې ایراني ځواکونو شاوخوا ۵۰۰۰ مظاهره چیان ونیول او ګڼ شمیر نور د تاوتریخوالي په نتیجه کې ووژل شول.

دغه زروزیاتي او تاوتریخوالي د ایران د رژیم اعتبار ته سخته ضربه ورکړه د وال ستیرټ ژورنال ورځپاڼې په وینا نور نو د ایران خلک ددولتي رسنیو پر دې پروپاګند چې اسرایل او بریتانیا په ایران کې روانې شخړې پارولي دي باور نه کوي.

له مظاهره چیانو سره د چارواکو او زندانونو د مسولانو بد چلند چې پخوا وختونو کې به خلکو پرې یقین نه کوه اوس بله بڼه غوره کړې ده چې په نتیجه کې يې نه یوازې خلک د حکومت پر ضد پورته شوي بلکه د ایران له حکومت څخه د دیني مراجعو او حتی د یو شمیر امنیتي ځواګونو ملاتړ هم مخ په کمیدو دی.

د ایران ګڼ شمیر ایات الله ګانو د مظاهره چیانو پر وړاندې د حکومتي ځواکونو تاوتریخوالي او زور زیاتۍ غندلی او دا عمل يې غیر قانوني او غیر اسلامي بللی دی.

خو د مقالې د لیکونکي په وینا دا په دې معنا هم نه ده چې په اسانۍ سره به د ایران اوسني رژیم له مینځه لاړ شي .

والستریټ ژورنال وړاندې لیکي : د تیرو شپږو میاشتو په موده کې ایراني رژیم په دراماتیک ډول ځیني مسولان بدل کړي دي.

په ایران کې د ستر بحران او د حکومت او پوځ تر منځ د پیدا شوو اختلافاتو سره سره بیا هم دولسمشر احمدي نژاد د ځان لپاره داسې دلیل نه ګوري چې پر اساس يې ځان کمزورۍ او یا هم غیر قانوني وویني.

د مقالې د لیکونکي په وینا احمدي نژاد ته د ایران د خلکو او د مخالفو مذهبی مشرانو رضایت مهم نه دی بلکه داحمدي نژاد له نظره الله تعالې ته د هغه وفاداري د نوموړي قانونیت تثبیتوي.

والستریټ ژورنال د مقالې په پای کې لیکي: د تاریخ په دې پړاو کې لویدیځ پرته له دې چې د ایران د رژیم د مخالف شین پاڅون ښکاره ملاتړ وکړي بله لار نه لري.

ورځپانې په پای کې په ایران کې د وروستیو مظاهرو پر مهال د امریکا له ولسمشر څخه د مظاهره کونکو دا غوښتنه او شعار نکل کړی چې ویلي دي، (اوباما ته، د ایران د رژیم پلوی کوې او که زمونږ؟ ) د مقالې د لیکونکي په وینا که اوباما له نا سم اړخ نه ملاتړ وکړي نو تاریخ به يې په اړه په اسانه قضاوت ونه کړي.
XS
SM
MD
LG