د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۰

اوباما: د ايران حکومت د خلکو له ارمانونو ډارېږي


په تهران کې وروستۍ مظاهرې
په تهران کې وروستۍ مظاهرې

د امريکا ولسمشر بارک اوباما پرون په خپله وينا کې وويل تاريخ به د ايران ازادي غوښتونکي مبارزين او سياسي مخالفين ياد ساتي، د امريکا تر څنګ ځينو غربي هېوادونو هم د ايران د اوسني رژيم مرګونې سخت ګيري غندلې ده.

دا په ايران کې د مظاهره چيانو د لاريونونو او شعارونو يوه څنډه وه. په دې هېواد کې له څو ورځو راهيسې خلک سړکونو ته راوځي او مظاهرې کوي.

د امريکا ولسمشر په دې اړه پرون وويل، امريکا له نړيوالې ټولنې سره په يوه خوله د ايران د وروستيو اقداماتو غندنه کوي:

”امريکا له نړيوالې ټولنې سره يوځاى په شدت سره د ايران حکومت له خوا ترسره کېدونکى تاوتريخوالى او ظالمانه اقدامات غندي، چې د ايران بېګناه خلک ورسره مخامخ دي او له کبله يې ګڼ کسان ټپيان، زيانمن ان چې مړه شوي دي“

اوباما په هاواى کې دا خبرې وکړې، چې دغه ايالت ته د کرسمس په رخصتۍ تللى دى، دۀ وويل د ټولو هغو نيول شويو کسانو خوشې کېدل غواړي، چې د ايران حکومت په ظالمانه ډول په بند کې اچولي.
اوباما وويل د ايرانيانو په پلوي به د هغوى تر څنګ ولاړ وي


اوباما وويل د ايرانيانو په پلوي به د هغوى تر څنګ ولاړ وي، ده وويل تاريخ به د هغو کسانو پر خوا وي چې د عدالت په لټه کې دي.

ده زياته کړه که د ايران مشران د وحشت او استبداد له لارې پر خلکو حکومت کوي او حکومت د خپلو خلکو د قوت پر ځاى د هغوى له ارمانونو او هيلو بېرېږي، دا ډول رژيم به دوام ونه کړي.

راپورونه وايي په ايران کې په وروستيو مظاهرو کې اته کسان وژل شوي، چې د مخالفو سياستوالو د انټرنټ پاڼو په حواله، امنيتي مسوولينو د هغو کسانو په وړاندې چې کوڅو ته راوتلي وو، له اوښکې بهوونکو ګازو او کوتک څخه استفاده کړې.

د ايران چارواکو منلې چې ګڼ کسان يې نيولي دي.

اوباما د ايران د لانجمن اټومي پروګرام په ارتباط له ايراني حکومت سره د ډيالوګ پر مسئلې ټينګار وکړ. اوباما وويل په ايران کې تاوتريخوالى ادامه لري، اداره چېرې ده؟

د امريکا د جمهوريت غوښتونکي ګوند سناتور جان مکين چې د جمهوري رياست په تېرو انتخاباتو کې د اوباما سيال و، په تويتر انټرنټ پاڼه کې ليکلي، موږ بايد د ايران د خلکو لپاره راولاړ شو.

خو اوباما په خپله وينا کې دې ټکي ته هم اشاره وکړه چې په ايران کې روان تاوتريخوالى د امريکا په اړه نه دى، چې د ايران ولسمشر محمود احمدي نژاد او د ايران نور محافظه کار چارواکي يې يادونه کوي.

اوباما په ايران کې د روانو مبارزو په اړه وويل:

”دا د ايران د خلکو او د عدالت او ښه ژوند په خاطر د هغوى د ارمانونو په اړه دى، که د ايران چارواکي غواړي د ظلم او زورزياتي له لارې پر خلکو حکومت وکړي، دوى به بريالي نه شي، دوى به يوازې دا ارمانونه شنډ کړي“

د امريکا ولسمشر بارک اوباما او د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير ډېوېډ مليبنډ ويلي دي د ايران حکومت د عاشورا په وخت کې پر خلکو فشار زيات کړى، چې د شعيه ګانو ځانګړي مذهبي مراسم دي.

د بريتانيا د بهرنيو چارو هم په ايران کې پر مظاهره چيانو د حکومت فشار د اندېښنې وړ وباله.

دۀ د ايران له چارواکو وغوښتل چې د خلکو حقوقو ته درناوى وکړي، چې اروپايي ټولنې هم دا غوښتنه راغبرګه کړې ده.

له ستاکهلم څخه د اروپايي ټولنې په خپاره شوي بيان کې په دې اړه ويل شوي:

”ظالم ځواکونه د مظاهره چيانو په وړاندې له شدت څخه کار اخلي، چې د بشر حقوقو له اساساتو سرغړونه ده“

فرانسې هم له ايران څخه غوښتي چې د دې فشارونو پر ځاى دې د خبرو اترو او سياسي حل لار غوره کړي.

روسيې چې د ايران له نژدې همکارانو څخه ګڼل کېږي، په دې اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي: ”موږ په ايران کې د وروستيو ورځو د پېښو په اړه اندېښنه لرو“.
XS
SM
MD
LG