د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۱۷

کابل کې د غزنویانو د د دورې په اړه یو دوه ورځنی سیمنار جوړ شو

د غزنویانو د تمدن او تاریخ په اړه جوړ شوي سثمینار کې ګډوونوال
د غزنویانو د تمدن او تاریخ په اړه جوړ شوي سثمینار کې ګډوونوال

د افغانستان د علومو اکاډمۍ له خوا په کابل کې د غزنویانو د دورې د تمدن، فرهنګ، تاریخ او سیاست په اړه د دوشنبې په ورځ یو سیمنار جوړ شو.

د تاريخ په اوږدو كې دغزني اوغزنويانو د سياسي، فرهنګي، اقتصادي او مذهبى ارزښتونو د څيړلو په سيميناركې، څيړونكو وويل، چې غزنويانو د دوى د تمدن په دور كې نړى ته ثابته كړې ده، چې د دوى فرهنګي، اقتصادي او مذهبي هلې ځلې ټولې د انسانانو ترمينځ د يووالي، دوستۍ، او پرمختګ لپاره شوې دي.

د همدې له امله په كار ده، چې د هغې دورى ارزښتونه، يو ځل بيا د هېوادوالو او نړيوالو غوږونو ته ورسول شي.

د افغانستان د علومو اكاډمۍ رييس عبدالباري راشد وويل:

"زموږ هدف د غزنويانو د دورې د تمدن، فرهنګ او په سيمه كې د هغوى د سياسي او اقتصادي پرمختګونو پيژندنه ده. په دې سيمينار كې به د غزنويانو د دورې نوي اړخونه هم روښانه شي."

د څيړونكو د معلوماتو له مخې د غزنويانو د تمدن دوره، ۲۲۸ كاله وه، مركز يې اوسنى د غزني ښارو، چې تراوسه پورې په كې د ارزښتمنو فرهنګي اثارو ژوندۍ نښې ترسترګو كيږي.

په دې دوره كې لوى مفكرين لكه، البيروني، منوچهري او همدارنګه نور نامتو فرهنګيان ځليدلى او له افكارو يې نسلونه سودمند شوي دي.

څېړونكو دا هم وويل، د ملګرو ملتو د يونسف ادارې غزني د نړۍ د فرهنكي مركز په نوم ياد كړى او غواړي، چې په ۲۰۱۳ ميلادي كال كې په دې ښار كې يو نړيوال فرهنګي سیمینار جوړكړي.

يوشمېر څيړونكو پر دولت انتقاد وكړ، چې د غزنى د تاريخي اثارو ساتنې ته يې لازمې هڅى نه دي كړي او د راتلونكي كنفرانس لپاره تياريانو هم نه نيولي په دې هكله څيړونكي او ژورنالست عبدالباقي هيله مند غزنوي وويل:
د افغانستان د علومو اكاډمۍ رييس عبدالباري راشد

"په مالیه وزارت خو څه نا څه بودجه هم شته خو له بده مرغه په دې اړه نه عملي کار، نه څېړنيز کار، نه علمي کار او نه هم د تاریخي اثارو او د ښار د بیا جوړولو په هکله کوم کار نه دی شوي، څو افغانستان د ۵۷ اسلامي هېوادونو کوربه واوسي.

تر اوسه ښار باندې هېڅ کار نه دی شوی او ډېر لږ وخت پاتې دی، د غزني ښار هوا هم داسې ده، چې په کال کې یواځې شپږ میاشتې هلته د کار زمینه برابره وي.

نو دوی دې مهرباني وکړي، هغه بودجه چې په لاس کې لري هغه دې هم مصرف کړي او د اسلامي نړۍ، خلیج هېوادو څخه، یونسکو او یوسسکو څخه مرسته ترلاسه کړي او هغه غونډه چې جوړیږي د هغې لپاره دې تیارۍ ونیسي."

د هيواد تاريخ وايي، د غزنويانو په دوره كې ټول درويشت تنه مشري ته رسيدلې، چې تر ټولو نامنو مشر يې سلطان محمود غزنوي او وروستى مشر يې سلطان خسرو ملك بن خسروشاه و.
XS
SM
MD
LG