ورځپاڼه دامریکایي قواوو دقوماندانانو دمعلوماتو پر اساس وایي چې ددغو ځواکونو پټو یونټونو په افغانستان کې دځینو ډیرو خطرناکو ډلو خلاف خپل فعالیتونه پراخه کړي دي او په پام کې ده چې دغه فعالیتونه کال ته نورهم ګڼ کړي .
دامریکایي چارواکو په وینا پټو خاصو او کوماندویي ځواکونو دافغانستان په ختیځ کې دسراج الدین حقاني ډلې خلاف هلوځلو کې بریاوې هم ترلاسه کړي دي .
دحقاني ډله دپاکستان دقبایلي سیمو څخه په کابل او شاوخوا سیمو کې خپل بریدونه تنظیموي .
نیویارک ټایمز وایي چې امریکایي ځانګړو ځواکونو دهلمند په مارجې ولسوالۍ کې دطالبانو یو شمیرډیرخطرناکه عناصر له منځه وړي دي .
ویل کیږي چې تقریبا زرکسه وسله وال طالبان په دغې ولسوالۍ او شاوخوا سیمو کې اوسي .
نیویارک ټایمز لیکي :
سره له دې چې دامریکا جمهور رییس بارک اوباما په افغانستان اوپاکستان کې دامریکا دنوې ستراتیژۍ په ترڅ کې دغو کماندویي پټو عملیاتو ته کومه څرګنده اشاره نه ده کړې خو په تیرو دوه دری میاشتو کې په افغانستان کې دبغاوت ضد فعالیتونه ښیي چې امریکایي قواوو په دې موده کې دباغیانو خلاف باریکو عملیاتو ته توجه زیاته کړې ده .
ورځپانه لیکي چې هغه کوماندویي یونټونه چې امریکایي قوماندانان په دغو عملیاتو کې ترې استفاده کوي هغه نخبه یونټونه دي چې شپږکاله پخوایې دعراق پخوانی مشر صدام حسین ونیو او درې کاله پخوایې په عراق کی دالقاعده شبکې مشرابومصعب زرقاوی وواژه او اوس داسامه بن لادن او ملا عمرپه لټه کې دي .
یو امریکایي جنرال چې دخپل نوم له اخیستو یې ډډه کړې نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي دي چې خاص کوماندویي ځواکونه دخطرناکو یاغي ډلو خلاف عملیاتو کې اساسي ونډه لري او ډیر موثرهم واقع شوی دی .
جنرال ډیویدپیټریوس چې په سیمه کې دامریکایي قواوو دعملیاتو قومانداني پر غاړې لري درې اونۍ مخکې دسنامجلس دبهرنیو روابطو کمیټې ته خبرو کې دخاصوعملیاتو پراختیا ته هم اشاره وکړه .
ده وویل چې په دې کې دپوښتنې کوم ځای نشته چې دهغو شریرو ډلو غړي چې روغه ورسره نه کیږي یا باید ونیول شي او یا ووژل شي .
جنرال پیټریوس وایي مونږ نیت لرو چې دغه هدف ترسره کړواو ترراتلونکې پسرلی پورې دخاصو نخبه قواوو یونټونه زیات کړو .