د يكشنبې په ورځ دا غونډه د افغانستان د اخوت اسلامي شورا له خوا، چې د سوني او شيعه علماو يو ګډ سازمان دى جوړه شوې وه.
يو شمېر ويناوالو پر خلكو ټينګار وكړ، چې د عاشورا ورځ دې له اسلامي اصولو سره سمه ولمانځي، په دې ورځ دې لمونځ وکړي او روژه دې ونيسي او خيراتونه دې وركړي.
د افغانستان د اخوت اسلامي شورا او د شيعه علماوو د شورا منشي وويل، د عاشورا په ورځ په تيغ لرونكو ځنځيرونو ځان وهل لكه، چې ځينې خلك يې كوي، ناروا كار دى.محمد علي فطري په دې اړه ازادۍ راډيو ته وويل:
"زه سل په سلو كې موافق يم، چې د تيغ لرونكي ځنځيرونو باندې د ځان وهلو پرځاى، چې شيعه عالمان يې په اتفاق سره سم نه بولي او حرام يې بولي، كه چېرې وينه وركړل شي، په دې سره سل په سلو كې د خداى رضا ترلاسه كيږي، خداى (ج) ترينه خوشحاليږي، پيغمبر او په خپله د خداى د رسول لمسۍ امام حسين ترينه خوشحاليږي."
د عاشورا د ورځې د لمانځنې لپاره، چې د محرم الحرم د مياشتې له لسمې نېټې سره سمون خوري، په كابل كې د خلكو او دولت له خوا چمتوالی نيول شوى دى.
دا ورځ د شيعه مذهب پيروان په ځانګړو مراسمو سره لمانځي.
په دې ورځو كې د كابل ښـار په زیاترو سيمو كې د دوى له خوا بيرغونه او تورجنډې نصب شوي دي او خيراتونه او نظرونه وباسي. د كابل ښار یوه اوسیدونکي په دې اړه داسې وویل:
"نن د عاشورا نهمه ده، د دې لپاره نظرو نياز كوم، چې امام حسين د ازادۍ او د حق په لاره كې خپله وينه تويه كړې ده. دا نظر ټولو دكاندارانو نيولى، دا ټولو مسلمانانو ته وركوو، هر چاته، چې ورسيږي، هدف مو همدا دى."
د افغانستان دولت هم وايي، چې د عاشورا د ورځې د لمانځنې لپاره يې ځانګړي امنيتي تدابير نيولي دي.
د عامې روغتيا وزارت له خلكو غوښتي، چې د تېر كال په شان دې په دې ورځ د وينو بانكونو ته ورشي او اړو خلكو لپاره دې خپله وينه وركړي.