ددې وزارت ویاند وايي دغه تدابير به د زرګونو افغان پوليسو په وسیله عملي شي څو د عاشورا په ورځ د هرډول تاوتريخوالي مخه ونيول شي.
د افغانستان د كورنيو چارو د وزارت وياند زمري بشري د شنبې په ورځ په هغې خبري غوڼدې كې، چې له همدې امله جوړه شوي وه وويل، د كورنيو چارو وزارت د دې لپاره، چې د محرم لسمه يا د عاشوا د ورځې مراسم په جوماتونو ا وتكيه خانو كې د امن په چاپيريال كې پر ځای شي ځانګړی امنيتي پلان جوړ كړی دی:
"سبا لسمه د محرم ده او د عاشورا ورځ ده او د دې ورځ په خاطر د افغانستان د کورنیو چارو وزارت خاص امنیتي تدابیر په ځانګړو ولایتونو کې نیولي دی."
په افغانستان كې د نورې اسلامي نړی په څيرد محرم لسمه نېټه يا د عاشورا ورځ د دغې مياشتې له لومړی نېټې څخه په جوماتونو او تكيه خانو كې د غوڼدو په جوړولو او د خيراتونو په وركولو سره یادېږي.
خو د عاشورا په ورځ د شيعه او سني مسلمانانو ډلې، چې ځانګړي جامي يي اغوستي وي او بيرغونه يي په لاسونو كې وي د كابل او افغانستان د نورو ولايتونو په كوڅو او سركونو كې ګرځي.
د كابل يو اوسيدنكی حامد وايي، چې دولت د دې لپاره، چې په دغې ورځ د تاوتريخوالي يا نا امنيو مخه ونيسي په سر كې بايد د پولو او تر هغې وروسته بيا د لويو ښارونو امنيت ته پام وكړي:
"د محرم يا عاشورا ورځ، چې مذهبي ورځ ده بايد د كورنيو چارو د وزارت د هڅو په شريكولو سره امنيت وساتي تر څو شيعه او سني ورونه دغه ورځ په ښه توګه یاده کړي كېدای شي، چې دښمن په داسې ورځو كې د ماتم کونکیو ډلو په منځ كې ننوځي او تاوتريخوالی رامنځ ته كړي."
دا په داسې حال كې ده، چې په افغانستان كې د ځانګړو مناسبوتو او ورځو د لمانځلو پر مهال افغان امنيتي ځانګړي امنتيي تدابير نيستي او تر دغو مراسمو د مخه لارې بندوي او د كلكو احضاراتو تر نامه لاندې ښارونو ته د ننوتلو لارې تر كنترول لاندي نيسي.
خو د محرم د لسمې يا د عاشورا د ورځې مرسام په كابل كې په داسې حال كې لمانځل كيږي، چې امنيتي چارواكي وايي، سږ كال په دغه ورځ د نورو كلونو په نسبت د كابل په امنيتي وضعيت كې ښه والی راغلی دی.