د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۴۳

منوچهر متكي:له ايران څخه د اسامه بن لادن لور ته د وتلو ټول اسناد برابروو

د ایران د بهرنیوچارو وزیر منوچهرمتکي د پنجشنبې په ورځ په دې اړه وروسته له هغه څرګندونې وکړې، چې د بریتانیې ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړ، چې د ماشومانو په ګډون د بن لادن ځینې نژدې خپلوان په ایران کې په یوه پټ ځای کې اوسېږي.

د ټایمز د راپور له مخې د القاعده شبکې د مشر، اسامه بن لادن لور ایمان په دې وروستیو کې، په تهران کې د خپلې استوګنې له پټ ځایه هغه وخت په تېښته بریالۍ شوه، چې بهر ته د وتلو امکان په لاس ورغی.

دا له هغه ځایه سیده د سعودي عربستان سفارت ته ولاړه او اوس هلته اوسېږي څو له ایران څخه د وتلو اجازه ترلاسه کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر منوچهرمتکي د ایران له دولتي ټلویزیون سره په خبرو کې وویل، د سعودي سفارت څه وخت مخکې دوی ته خبر ورکړ، چې د بن لادن لور په تهران کې د سعودي په سفارت کې ده. متکي وویل، موږ نه یو خبر، چې نوموړې څنګه د سعودي سفارت او په لومړي ګام کې ایران ته ننوتې ده.

ده زیاته کړه، د دې مېرمنې هویت تر اوسه د ایران حکومت ته نه دی روښانه، خو د هویت له روښانولو وروسته به دې ته له ایران څخه د وتلو لازم اسناد ورکړل شي.

متکي په خپلو خبرو کې په ایران کې د القاعده شبکې د مشر د نورو خپلوانو د استوګنې یادونه ونه کړه. خو ټایمز ورځپاڼې مخکې راپور ورکړی و، چې په ایران کې د بن لادن د مېشتو خپلوانو په ډله کې د ده مېرمن او ماشومان، چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې له برید مخکې لادرکه شوي وو، شامل دي.

د ورځپاڼې په وینا د القاعده شبکې د مشر نور خپلوان تېره میاشت په دې خبر شول، چې د بن لادن د مېرمنې، شپږو ماشومانو او یوولسو لمسیانو په ګډون د کورنۍ د غړو یوه ډله په تېرو اتو کلونو کې، له تهرانه بهر په داسې یوه ځای کې ساتل کېدل، چې شاوخوا یې کلک امنیت ټینګ شوی و.

ټایمز د اسامه بن لادن د ۲۹ کلن زوی عمر بن لادن په حواله لیکي، چې وايي، د نومبر ترمیاشتې، چې د ده خویندو او وروڼو ټلیفوني تماس نه و ورسره نیولی، دی لاهم نه و خبر، چې هغوی ژوندي دي.

عمربن لادن وايي، خویندو، وروڼو یې کیسه ورته وکړه، چې څنګه د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو مخکې د ایران د سرحد خواته ولاړل او له افغانستان څخه ووتل. دوی داسې یوه مرکز ته ولېږدول شول، چې لوړ دېواله ترې چارپېر و، او امنیتي مامورینو ورته وویل، چې باید د خپل امنیت په خاطر له دې ځایه ونه وځي.

عمر زیاتوي د ده د کورنۍ غړو په تهران کې عادي ژوند تېراوه، خپله یې خواړه پخول، ټلویزیون یې کوت او مطالعه یې کوله. خو ډېر لږ او هغه هم د اړتیاوړ موادو د اخیستو لپاره له دې مرکزه د وتلو اجازه ورکول کېده. عمر وايي، د ایران حکومت نه پوهېده، چې له دومره ډېرو خلکو سره چې هېچا نه منل، څه وکړي، او ځکه یوازې یې د دوی امنیت نیولی و. ده له دې کبله د ایراني چارواکو مننه وکړه.

د بن لادن زوی هیله وښوده، چې د ده کورنۍ ته به له ایرانه د وتلو اجازه ورکړل شي څو د ده له مور، ورور او دوو خویندو سره، چې په سوریه کې اوسي یوځای شي او یا په قطر کې له ده او مېرمنې سره یې واوسي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG