د کاناډا یو لوړ رتبه پوځي مقام وایي، کاناډا هڅه کوي، چې په افغانستان کې د خپل ماموریت ترپای ته رسېدو د مخه په دی هېواد کې د وسله والو طالبانو ځواک وځپي.
د کاناډا پوځي ماموریت په ۲۰۱۱ کال کې پای ته رسیږي.
رویترز اژانس وایي، په افغانستان کې د کاناډا لوړ رتبه افسر جنرال دان مینارد همدارنګه وویل، چې د کاناډا له پوځي ماموریت سره د امریکایي اضافی سرتېرو یوځای کېدل به دوی ته دا زمینه برابره کړي، چې ترخپل کنټرول لاندې سیمو کې ګزمې په ښه توګه ترسره کړي او د نښتو لپاره ښه تیارۍ ولري.
جنرال مینارډ، چې له افغانستان څخه یې په یوه ټیلفونی کنفرانس کې خبریالانو ته څرګندونې کولې وویل.
" زما په باور موږ به د طالبانو په وړاندې په یوه داسې دریځ کې یو، چې په خپلو شرایطو به له دوی سره برخورد کوو په دی معنا، چې د جګړی ابتکاربه، چې چېرې د هغوي په وړاندې وجنګیږي زموږ په لاس کې وي نه برعکس".
کاناډا د ناټو ترمشرۍ لاندې په افغانستان کې ۲۸۰۰ سرتېري لري، چې ډېره برخه یی په کندهار کې، چې د وسله والو طالبانو فعالیتونه پكې زیات دي دیره دي.
له پلان سره سم کاناډایی ځواکونه به د ۲۰۱۱ کال د ډیسمبرپه پای کې له افغانستان څخه ووځي.
له هغه مهال راهیسې، چې کاناډا افغانستان ته پوځیان استولي په دی هیواد کې څه باندې ۱۳۰ کاناډایي سرتېري وژل شوی دي. له دغه ماموریت څخه په کاناډا کې ملاتړ ورځ تربلې کمیږي.
جنرال مینارډ د دې پیشبینی ونه کړه، چې ایا د پوځي ماموریت ترختمېدو پورې به د وسله والو طالبانو مقاومت له منځه ولاړ شي که نه؟ خو ویی ویل، چې دی په دې باوردی، چې د طالبانو پوځي ځواک به کمزوری شي او دوی به له ښاري سیمو لرې پرتو سیمو کې منزوي اوجګړې کولو ته اړ کړای شي.
جنرال مینارډ خبریالانو ته وویل، د ده په باور طالبان به په کندهار ولایت کې په سلو کې ۸۵ خپل پوځي ځواک له لاسه ورکړي.
هغه وویل، په تېرو وختونو کې د کاناډا هڅې له خنډونو سره هم مخامخ وي، ځکه په هغو سیمو کې، چې طالبانو ته ماتې ورکول کېده کافي ځواکونه موجود نه وو، چې په سیمه کې خپل حضور ته دوام ورکړي او همدا علت وو، چې له تصفیه شویو سیمو څخه له وتلو وروسته طالبان بیرته دی سیمو ته راګرځیدل.
جنرال مینارډ وویل، اوس موږ هغو سیمو ته، چې ځو بیا نه ترې وځو.
د امریکا متحده ایالاتو اعلان کړی، چې د وسله والو طالبانو په وړاندې د جګړې د پیاوړي کېدو لپاره د یوه کال په مخه دیرش زره نور سرتېري دی هېواد ته استوي.
ښاغلی مینارد وویل د دې ځواکونو په ورتګ سره به په کندهار کې د ده تر قوماندی لاندې د سرتېرو شمېر ۵۲۰۰ ته ورسیږي.
په افغانستان کې د کاناډایي ځواکونو قوماندان وایي، په دې هېواد كې د دوى د پوځي ماموريت تر پايه به طالبان دومره كمزوري كړي، چې په ښاري سيمو كې د فعاليت وسه ونه لري.