د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۳

فاطمي:د افغانستان جنوبي ولایتونو کې به روغتیايي اسانتياوې پراخې کړي


د افغانستان په جنوب كې خلك په خپلو سيمو كې د روغتيايي خدماتو له نشتوالي سر ټكوي او له اړوندو چارواكو غواړي، چې په دې برخه كې د دوى د شتو ستونزو د هواري لپاره بيړني ګامونه پورته كړي.

د دې سيمو اوسيدونكي وايي، چې د امنيت او بيارغونې ترڅنګ د روغتيايي خدماتو په برخه كې هم ورته كوم ځانګړې كار نه دې شوی او دوى له دې بابته له زياتو ستونزو سره مخامخ دي.

د كندهار او د هلمند دوو اوسيدونكو له ازادۍ راډيو سره په خبرو كې خپلو شتو ستونزو ته په اشارې له چارواكو خپلې غوښتنې داسې يادي كړې:

"موږ له دولته غواړو، چې زموږ په ولسوالۍ كې روغتيايي مركزونه راته جوړ كړي، زموږ ولسوالۍ جنګونو ځپلې ده، كه د شپې يو څوك ناروغه شي موږ يې ښار ته نه شو رسولى، په پنجوايي ولسوالۍ كې نه روغتيايي اسانتيا شته او نه هم روغتيايي مركز.

زه د هلمند د موسى كلا اوسېدونكى يم، موږ روغتيايي مركزونه نه لرو، لاري مو خرابي دي كه ناروغ راته پېښ شي نو، چې تر روغتيايي مركزونو يې ښار ته وړو پر لاري يې كار خلاص شي، كله، چې روغتيايي مركز ته ورځو درمل يې تر وخت تېر وي او سم روغتيايي كسان نشته.
موږ هيله لرو، چې موږ ته په خپله ولسوالې كې روغتيايي مركز جوړ كړي ښار ته موږ ژر نه شو رسېدلاى."

د عامې روغتيا وزارت د چارواكو د معلوماتو له مخې په تېرو اتو كلونو كې په افغانستان كې د روغتيا په برخه كې كافي پرمختګ شوى خو دوى هغو ستونزو ته هم اشاره كوي، چې د دوى د پراختيايي پروګرامونو په وړاندې يې اساسي خنډونه جوړ كړي.

د عامې روغتيا وزير ډاكټر سيد محمد امين فاطمي د هېواد د جنوب په ځينو سيمو كې روغتيايي ستونزې تايدوي خو وايي، چې د نړېوالې ټولنې په مالي او تخنيكي مرسته يى ځينې پروګرامونه ترلاس لاندې نيولي، چې د ده په وينا په جنوب كې به روغتيايي خدمات پراخه كړي:

"ټولو افغانانو ته، چې په هغو سيمو كې ژوند كوي روغتيايي خدمات رسوو، لومړۍ د ګرځنده ډلو له لارې او بيا هغه روغتيايي مركزونه، چې هلته له كاره لوېدلي جوړو او فعاله به يې كړو، پر دې پلان ډېر كار شوى.هلته، چې روغتيايي كسان نشته دغه ستونزه په حل كړو او دغه سيمي به تر پوښښ لاندې ونيسو.موږ به په جنوبي ولايتونو كندهار، هلمند، اروزګان او هلمند كي روغتيايي پروژې پلي كړو خو د خلكو همكارۍ ته اړتيا لرو."

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي، چې روغتيايي خدماتو ته لاس رسی د هر افغان حق دی او دوى هڅه كوي، د شتو ګواښونو سره سره، چې كله نا كله د دوى د كاركوونكو د تښتولو او په روغتيايي مركزنو د بریدو له امله رامنځ ته كيږي خپلو هڅو ته دوام وركړي.

د روغيتا نړېوالې ادارې او د افغانستان د عامي روغتيا وزارت پر ټولو وسلوالو خواو ږغ كړى، چې د روغيتايي كسانو او مركزونو په وړاندې خنډونه جوړ نه كړي، دوى وايي، چې روغيتايي كسان عامو خلكو ته كار كوي او په هيڅ ډول سياسي چارو كې لاس نه لري.

د جنوبي ولايتونو څخه، چې ډېر كله د جنګ جګړې راپورونه خپرېږي، دغو نا ارامېو د دې ولايتونو پر ښوونيز، ټولنيز، كرنيز، اقتصادي او روغتيايي حالاتو بد اغېز كړى.

د دې ولايتونو خلك وايي، كه د دوى په سيمو كې ورته روغيتايي مركزونه جوړ شي نو دوى به يې په ساتلو كې تر خپله وسه مرسته وكړي.

راپور : معصوم ميوند
XS
SM
MD
LG