د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۳

په دولتي اداروكې د۱۶۰۰۰مامورينو كاري وړتيا اوچتيږي


د افغانستان د اداري اصلاحاتواوملكي خدماتوخپلواك كميسيون چارواكي څرګندوي، چې د امريكا د پراختيايي ادارې په مالي مرسته به په كابل اويو شمېر ولايتونوكې زرګونه تنه دولتي كاركوونكي په پنځو برخو كې وروزل شي.

د اداري اصلاحاتو او ملكي خدماتو د خپلواك كميسيون مسوولين وايي، چې په راتلونكو دوو كلونو كې به په مركز كابل او ولايتونو كې د شپاړلسو زرو دولتي كار كوونكو كاري او مسلكي ظرفيتونه لوړشي.

د دې كميسيون د دارالانشا ريس ذبيح الله ساويز د سې شنبې په ورځ ازادۍ راډيو ته وويل، چې دا پروګرام د افغاني استادانو له خوا عملي كيږي او د امريكا د نړېوالې پراختيايي ادارې له خوا پرې دوه ويشت ميليونه ډالره لګول كيږي.

ښاغلي ساويزڅرګنده كړه، چې په دې پروګرام كې نظري اوعملي زده كړه شامله ده اوپه پنځو برخو كې به دولتي كاركوونكي وروزل شي:

"دا روزنيز پروګرام په پنځو مهمو برخو لكه مالي او محاسبه، بشري منابع، تدركات، پاليسي او ستراتيژي او د پروژې د مديريت په برخوكې عملي كيږي.

په مركز كابل كې د دې پروګرام عملي كول پيل شوي اوهڅه كيږي، چې په ولايتونو كې هم ډير ژرپيل شي.

د دې پروګرام له تطبيق څخه زموږ هدف په دولتي ادارو كې د كاري ظرفيتونو لوړول دي ترڅو مامورين په هره برخه كې خلكو ته سم خدمات وړاندي كړي.

څلور زره تنه په كابل كې روزل كيږي او دولس زره نور په ولايتونوكې."

په دولتي ادارو كې د كاري او مسلكي ظرفيتونو د لوړولو لپاره دا اقدام په داسې حال كې كيږي، چې اوس مهال ډيرشمېر خلك په دولتي ادارو كې د كاركوونكو د كاري ظرفيت له ټيټوالی څخه شكايت كوي او وايي، چې دولتي مامورين نه شي كولاى خپل كارونه لكه څنګه، چې لازمه ده پرمخ بوځي.

په عين حال كې د اداري اصلاحاتو او ملكي خدماتو د خپلواك كميسيون چارواكي همدې ستونزې ته په اشاره وايي، چې د ملكي خدماتو په چوكاټ كې درې لكه شل زره تنه شامل دي، چې د هغوى د كاري وړتيا د اوچتولو لپاره هم په راتلونكې كې ورته روزنيز پروګرامونه عملي كيږي.

د اداري اصلاحاتو او ملكي خدماتود خپلواك كميسيون د دارالانشا ريس ذبيح الله ساويز وويل، چې ايساف يا نړېوالو سوله ساتو ځواكونو هم له دوى سره په نا امنو ولايتونو كې د دولتي كاركوونكو د كاري او مسلكي ظرفيتونو د لوړوالي په برخه كې د مرستې اوهمكارۍ ژمنه كړې او دوى هيله مند دي، چې دغه پروګرام په كابل سربېره په ولايتونو كې هم په ښه او منظم ډول تطبيق اوعملي شي.
XS
SM
MD
LG