د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۱۹

درېيو كانديدو وزيرانو ولسي جرګې ته خپل كاري پروګرامونه تشريح كړل


ولسې جرګې ته د ولسمشر كرزي له خوا د ورپېژندل شوو وزيران
ولسې جرګې ته د ولسمشر كرزي له خوا د ورپېژندل شوو وزيران

ولسې جرګې ته د ولسمشر كرزي له خوا د ورپېژندل شوو وزيرانو له ډلې څخه د دفاع، عدليې او پوهنې وزارتونو ته نومول شوو وزيرانو خپل پنځه كلن راتلونكي كاري پلانونه تشريح او د دې جرګې د غړو پوښتنو ته يې ځواب ووايه.

دفاع وزارت ته كانديد جنرال عبدالرحيم وردك وويل، چې د ملي اردو د شمېر د زياتولو لپاره جدي كار روان دى اوهڅه كيږي په راتلونكو پنځو كلونو كې ملي اردو له هره پلوه پياوړې شي ترڅو وتوانيږي پوځي عمليات ترسره اوله هېواد څخه دفاع وكړي.

د دفاع وزارت كانديد د ولسې جرګې د يوه غړي د دې پوښتنې په ځواب كې، چې د جنرال وردك زوى د ده له موقف څخه ناسمه استفاده كړې او ناقانونه فعاليتونه يې كړي وويل:

"زه چيلينج وركوم كه د افغانستان او امريكا حكومتونو زما او زما د زوى ترمنځ كوم مالي ارتباط او يا داسې څه پيدا كړل، چې زه به د هغه لپاره واسطه شوى يم.

زما زوى يو كال كيږي، چې له افغانستان څخه بهر دى د تورنې شوې كمپنۍ رييس هم نه دى اوله كومې افغاني څانګې سره هم اړيكه نه لري دا زما په برخه كې يوه توطیه ده او زه پوهيدم، چې دا پوښتنه له مانه كيږي."

ښاغلي وردك د ولسې جرګې د يوه غړي د دې پوښتنې په ځواب كې چې ايا يونيم كال وروسته، چې له هېواد څخه د بهرنيو ځواكونو وتل پيليږي افغان ځواكونه به وتوانيږي خپل مسووليتونه په يوازې توګه ترسره كړي وويل، چې بهرني ځواكونه په تدريجي ډول د افغان ځواكونو وړتيا ته په كتو سره له هيواد څخه وځي.

جنرال وردك وويل، چې دا مهال ملي اردو ترپخوا سمبال شوې او كولاى شي، چې په يوازې توګه پوځي عمليات ترسره كړي.

دفاع وزارت ته كانديد ښاغلي وردك څرګنده كړه چې بهرنيو قواوو د افغان ځواكونو په خاص ډول د ملي اردو روزنې او تجهيز ته پاملرنه زياته كړې او ښايي، چې په راتلونكو څو كلونو كې ملي اردو ډېره پياوړې شي.

په عين حال كې عدليې وزارت ته نومول شوی وزير سرور دانش د خپلو كاري پروګرامونو د تشريح په ترڅ كې وويل، چې د قانون تطبيق او له اداري فساد څخه مخنيوى د ده له كاري لومړيتوبونو څخه بلل كيږي.
د ولسي جرګې مشر محمد یونس قانوني

د بنديانو اصلاح، د بشر د حقوقو څخه دفاع او د دې وزارت د كاركوونكو د كاري وړتيا اوچتول هم هغه څه دي، چې دى به ورته په راتلونكو پنځو كلونو كې ډېره پاملرنه وكړي:

"د ديني او اسلامي ارزښتونو پياوړي كول او له اساسي قانون څخه دفاع د وزارت او حكومت په برخه كې زما كاري لومړيتوب دى.

دغه راز د قانون حاكميت او تطبيق او په ټول هېواد كې د حقوقي خدماتو د پراختيا پياوړي كول، له حقوقي مسايلو څخه د عامه خلكو خبرول، د بشرله حقوقو او ډموكراسۍ څخه دفاع او داسې نور هغه څه دي، چې زه به ورته ډېره پاملرنه كوم."

ښاغلى دانش هم د ولسې جرګې د غړو له تندو پوښتونو سره مخامخ شو، چې يوه يې هم د ده د تحصيلي اسنادو په اړه وه.

ځينو وكيلانو ويل، چې د ښاغلي دانش په تحصيلي اسنادو كې يولړ ستونزې شته، چې بايد نوموړى يې په اړه كره معلومات وركړي او دغه راز يوه بله پوښتنه، چې د عدليې وزارت له كانديد سرور دانش څخه وشوه هغه په زندانونو كې د بنديانو لپاره موجوده ناسم شرايط وو.

خو ښاغلي دانش ژمنه وكړه كه چېرې د باور رايې ترلاسه كړي نو د نورو مهمو كارونو ترڅنګ به په زندانونو كې د بنديانو وضعې ته هم ډېره پاملرنه وكړي.

له سرور دانش نه وروسته پوهنې وزارت ته كانديد فاروق وردك، خپل كاري پروګرامونه تشريح او ويې ويل، چې د پوهنې په برخه كې له شوو كارونو سره سره بيا هم ډېرې ستونزې او ناخوالې شته.

ښاغلي وردك د پوهنې په برخه كې د پرمختګ لپاره درې ټكي مهم وبلل:

"د پوهنې پرمختګ د دریو مهمو عناصرو لکه معلم، متعلم، کتاب او درسي ماحول کې دی.

ترڅو، چې د معلم د تعلیم سطحه او د معیشت سطحه یې بهتره نه شي معارف کې بهبود نه شی راتلای.

د رتوبو او معاشونو په تطبیق سره، د نويو معاشونو لوړولو په اړه ویلای شم، چې انشاءالله د کال د پایه به ۶۰ زره ښوونکي د نوي رتوبو او معاشاتو په سیستم کې شامل او معاشونه به یې لوړ شي."

فاروق وردك د ولسې جرګې د يوه غړي د پوښتنې په ځواب كې، چې دا مهال لسګونه زره ماشومان له ښوونځيو څخه لري پاتې دي وويل، د پوهنې وزارت پنځه كلن ستراتيژيك پلان جوړ شوى، چې له مخې به يې په راتلونكو پنځوكلونو كې په ښوونځيو كې د زده كوونكو شمېر يوولسو ميليونو ته ورسيږي او د ښوونكو شمېر به له يو لكو پنځه او يا زرو څخه درې لكه دېرشو زروته لوړ شي.

د پوهنې وزارت كانديد وزير دغه راز څرګنده كړه، چې د اسلامي تعليماتو په برخه كې به هم د زده كوونكو شمېر زيات شي او په هره ولسوالۍ كې به د كرنې يوه ليسه هم جوړه شي.

د ولسې جرګې د پرېكړې له مخې د ولسمشر كرزي له خوا دې جرګې ته ورپېژندل شوي وزيران به ټول دې جرګې ته خپل كاري پروګرامونه تشريح كړي او وروسته به د دې جرګې غړي په يوه ورځ ټولو كانديدو وزيرانوته د باور رايې وركړي.
XS
SM
MD
LG