ځیني نور بیا وایي نوي کابینه به د کورنیو او نړیوالو فشارونو له وجي د خپلو مسولیتونو په اجرا کولو کې جدي وي او حساب کتاب ته به زیات پام کوي.
نیویارک ټایمز او واشنګټن پوسټ ورځپاڼو د نوې کابینې د غبرګونونو په اساس مقالې لیکلي چې لنډېز يې جان اقاالکوزي راژباړلی:
جمهور رییس حامد کرزی غواړي لویدیځ او هم خپل جګړه ماران راضي او خوشحاله وساتي. دا د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د مقالي سر لیک دی او په یوې برخي کې یي لیکې: د افغانستان جمهور رییس حامد کرزي د شنبې په ورځ د نوي کابینې لیست ولسي جرګي ته وړاندې کړ او غواړي د یوه صادق او شفاف حکومت جوړولو په اړه د لویدیځ د فشارونو او د هغو جګړه ماروانو د غوښتنو تر منځ تعادل وساتي چې په انتخاباتو کې یي له ده څخه ملاتړ کړی دی.
له کومي ورځي چې ښاغلی کرزی د دوهم ځل لپاره د جمهور رییس په څوکۍ ټاکل شوی، د امریکا متحده ایالاتو او نورو لویدیځو هیوادونو پري فشارونه زیات کړي چې حکومت دي پاک او کارونه دي سم پر مخ بوزي.
یوه جګ پوړې امریکایي چارواکې چې د نامه له ښودلو یي ډډه کړي، واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته ویلي، د افغانستان د حکومت د نوي کابینې لیست دوي ته په رسمې ډول تر اوسه نه دی رسیدلی خو دا یې هم ویلي چې د نوی کابینې د غړیو انتخاب د اداری فساد د له منځه وړلو په کار کې د جمهور رییس کرزي د ژمنو یو ښه امتحان دی.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د یوه بل لوړ پوړې امریکایي چارواکې خبره هم راخیستې چې وایي، د خواشینۍ ځاي دی چې د اسمعیل خان په شمول یو شمیر وزیران په خپلو څوکیو پاته دي خو مونږ له دوي سره کار نه لرو.
د نوي کابینې غړي باید چې له ولسي جرګې څخه د اعتماد راي تر لاسه کړي. او یو شمېر وکیلان وایي د ځینو وزیرانو په سر به په شورا کې تاوده او جدي بحثونه وشي.
ورځپاڼه لیکې : د ولسې جرګې یو وکیل وایي، د کابینې ځیني غړي د قومي ملاحظاتو په اساس انتخاب شوي او د قدرت د هغو دلالانو کسان دي چې اکثر افغانان تري ناراضه دي خو په انتخاباتو کې یي له حامد کرزي څخه ملاتړ کړی دی.
واشنګټن پوسټ زیاتوي، د امریکا د متحده ایالاتو له امیدواریو سره سره د نوي کابینې په لیست کې د ډاکټر عبدالله د ملاتړو نومونه نه تر سترګو کیږي او دغه راز د بهرنیو چارو د پخواني یا سرپرست وزیر ډاکټر رنګین سپنتا برخلیک هم نه دی معلوم.
د ولسي جرګې یوه غړي واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته ویلي، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ډاکټر سپنتا ممکن د لندن د کنفرنس تر وخته په څوکۍ پاته شي او وروسته به یی په ځاي بل څوک وټاکل شي.
د ولسي جرګي د وکیل په نظر، جمهور رییس کرزی پوهیږي چې ولسي جرګه به ډاکټر سپنتا ته د اعتماد رای ورنه کړي . ده په ۲۰۰۷ میلادي کال کې هم د ولسي جرګې د اعتماد راې نه وې تر لاسه کړې.