د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۰۶

شنبه د لیندۍ۲۸ مه


اراده:

دې خپلواكې ورځپاڼې په افغانستان كې د روانې مبارزې لپاره د سيمې د هېوادونو په همكارۍ تبصره كړې او په دې ترڅ كې د ناټو د عمومي منشي په حواله ليكلي، چې په افغانستان كې له وسلوالو مخالفينو سره د مبارزې لپاره د روسيى د همكارۍ په جلبولو كې پاتې راغلې.

په ورځپاڼه كې د اداري فساد پر ضد د مبارزې د ملي غونډې دا سپارښتنه هم په غټو ټكو سره راخستل شوې، چې بايد د معافيت دود پاى ته ورسولې شي او له مجرمينو سره سخت چلند وشي.

ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې په هېواد كې د بې ځايه شويو كورنيو پر ستونزو تبصره كړې، چې د ورځپاڼې په وينا خورا ناوړه حالت لري او ليكلي، چې افغان دولت بايد د دوى د شتو ستونزو د هواري لپاره بيړني ګامونه پورته كړي.

هېواد:

دې دولتي ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې په افغانستان كې شته ستونزې څيړلي او د دغو ستونزو په وړاندې د علماء د شورا دريځ، چې په كې د لوى جرګې د رابللو غوښتنه شوې يو رغنده دريځ بللې دې.

په ورځپاڼه كې د طالبانو د بریدو د مخنيوي لپاره هغوى ته د پېسو روكولو لپاره د يوې امريكايي كمپنۍ د مسول څرګندونو ته په اشارې د افغان كارپوهانو په حواله ليكل شوي، چې امريكا له ترهګرۍ سره په مبارزه كې ريښتينې نه ده.

ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې د هغې امنيتي غونډې خبر وركړې، چې د ولسمشر كرزي تر مشرۍ لاندې جوړه شوې وه او په كې د هېواد امنيتي حالت وڅيړل شو.

ويسا:

دې خپلواكې ورځپاڼې يو ځلې بيا په افغانستان كې د جمهوري رياست د انتخاباتو په سر د ملګرو ملتونو د استازي او د هغه د مرستيال ترمنځ د اختلافاتو مسله راخستې او د ښاغلي كا ايډه په حواله يى ليكلي، چې پيټرګالبريټ هڅه كوله د سپينې ماڼۍ په مرسته كرزى له واكه لرې كړي.

ورځپاڼې د نوى كابينې د اعلان په اړه په يو مطلب كې بيا ليكلي، چې ولسمشر كرزي د خپلې نوى كابينې لسټ نهايي كړې او نن به يى ولسي جرګې ته واستوي.

د ورځپاڼې په وينا په دې كابينه كې دولس پخواني غړي او ديارلس نوي غړي ، چې په هغو كې انوارلحق احدي، مخدوم رهين، ګل اغا شيرزې، محمداله بتاش، عبيداله عبيد او نور شامل دي.

په ورځپاڼه كې د افغانستان د شتو ستونزو د هواري لپاره د لوى جرګې جوړېدو ته هم اشاره شوې او ليكل شوي، چې ولسمشر كرزي د علماء د شورا له غړو سره په ليدنه كې موافقه كړې، چې دا جرګه به د لندن له غونډې وروسته راوبولي.

راه نجات:

دې نا دولتي ورځپاڼې بيا په خپل لومړي مخ كې په غټو ټكو سره ليكلي، چې په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو د برياليتوب لپاره له افغانانو سره همغږي اړينه ده.

ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې د افغان ولسمشر حامد كرزي د نوى كابينې اعلان ته په اشارې ليكلي، چې ولسي جرګه نوى كابينې ته د باور رایې د وركولو لپاره له يو نوي ازميښت سره مخ ده او په كار ده، چې په دې برخه كې له زيات دقت نه كار واخلي.

دې ورځپاڼې هم په افغانستان كې د فساد ستونزه څيړلې او په دې ترڅ كې د علماء د شورا په حواله يى ليكلي، چې فساد يوازې په افغان دولت نه خلاصه كيږي.

اصلاح او انيس:

دې دولتي ورځپانو هم په بېلا بېلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې روان حالات څيړلي دي.

انيس په خپله سرمقاله كې د كابل په ختيځ كې د ازبين په عملياتو تبصره كړې او هغه يى د باور د پله د جوړولو لپاره لومړنې ګام بللې دې.

خو اصلاح بيا په افغانستان كې د ګاونډيو هېوادونو د لاس وهنې مسله راخستې او ليكلي، چې ايران او پاكستان ته نه ښايي، چې د ترهګرو ملاتړ او هغوي ته مالي مرستې وركړي.

ملي ارمان:

دې نا دولتي ورځپاڼې هم په يو مطلب كې دا خبر وركړې، چې نن ولسي جرګې ته د نوى كابينې غړي ورپيژندل كيږي.

ورځپاڼې په دوام كې د نوى كابينې لسټ ته په اشارې د ولسي جرګې د يوى غړې په حواله ليكلي، چې اكثره وړاندې شوي وزيران نشي كولې د باور راى ترلاسه كړي.

ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې بيا له ولسي جرګې نه غوښتي، چې نوى كابينې ته د باور رایې په وركولو كې له زيات دقت نه كار واخلي، كه نه نو د ورځپاڼې په وينا د افغانانو په وړاندې به د هيلو دروازې وتړلې شي.

په ورځپاڼه كې دا هم ليكل شوي، چې د فساد پر ضد د مبارزې اداره هيڅ ډول صلاحيت او خپلواكې نه لري.
XS
SM
MD
LG