د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۲

ژوند په شېبو کې


استاد عبدالغفور بریشنا
استاد عبدالغفور بریشنا

ددې اونۍ ژوند په شېبو کې پروګرام مو د افغانستان نوميالي شخصيت استاد عبدالغفور بریشنا فرهنګې هڅو ته ځانګړی كړی دی .

استا دعبدالغفوربریشنا په ۱۲۸۵كا ل په كابل كې زيږيدلې، حبيبيه ليسه ېې لوستې، وروسته يې د طب په رشته كې المان ته تحصيلې بورس اخيستى دى خو طبابت يې په زړه نه و، په المان كې يې ناخوښې رشتې ته شا كړه، انځور ګري ته يې ملا وتړله .

په ۱۳۱۵ كال كې بريالى وطن ته راغبرګ شواود صنايع په ليسه كې د ښوونكي دنده وروسپارل شوه ،له هغه وروسته يې په مختلفو وختونوكې د نجات ليسې ، دكابل راديو اود صنايع د مكتب مديريتونو ته اوږه وركړه،څه موده د معارف وزارت مشاورهم و،استاد په همدغو كلونو كې له اريانا او ژوندون مجلو سره قلمي همكاري هم كوله ، راډيو ته به يې ډرامې ليكلې، د موسيقي په مديريت كې به يې د موسيقي تدريس كاوه ،په كور اوښوونځي كې به يې انځورونه كښل .

استاد ۶۷ كاله عمر وكړ او د ۱۳۵۲ كال د جدې د مياشتې په ۲۵ يې له دنيا سترګې پټې كړې.
د ژوند په شېبو کې پروګرام دا اونۍ د استاد بریشنا په اړه دی . له دې ځایه یې واورﺉ :


ژوند په شېبو کې پروګرام چې اومان نیازي د یو شمیر ټولنیزو ، دودیزو او کلتوري مسلو په اړه جوړوي هره اونۍ د یکشنبې او دوشنبې په ورځو د سهار د لسو بجو په خپرونه کې له ازادي راډیو خپرېږي.
XS
SM
MD
LG