د سره صلیب نړیوالې کمیټې ویلي ، د لومړي ځل لپاره یې دافغانستان دامنیتي ځواکونو له هغو دریو غړیو سره لیدلي دي چې له وسله والو طالبانو سره بندیان دي.
سره صلیب ویلي چې دغه کتنه دافغانستان په شمال لویدیځ ناارامه ولایت بادغیس کې ترسره شوي. دې کمیټی په دې اړه چې دغه بندیان په څه وضعیت کی دی؟، هغوی پولیس او که پوځیان دي؟ څه نه دي ویلي خو دومره یې ویلي چې له ډیروخبرو اترو وروسته طالبانو ورته اجازه ورکړې چې دغه کتنه ترسره شي.
د سره صلیب نړیوالې کمیټی (اۍ سي ار سي) په تېرو اتو کلونو کې د افغانستان په زندانونو منجمله د بګرام په محبس کې د بندیانو وضعیت څارلی دی.
دی کمیټی په تیره بیا دامریکا ترولکې لاندی د بګرام په محبس کی بندیانو ته څه څه ناڅه لاره اواره کړې چې له خپلو خپلوانو سره ویډیويي تماس ونیسي.
د سره صلیب کمیټې چې مرکز يې په جینیوا کې دی، په یوه بیان کې ویلي، له دغو بندیانوسره یې د نومبر د میاشتې په پای کی په بادغیس ولایت کې چی په وروستیوپه کی دناامنۍپیښې زیاتې شوي، لیدلي دي.
د سره صلیب د کمیټې د هيیت مشر ریتو سټاکر چې له دې بندیانو سره یې کتلي وویل، دا په افغانستان کې دروانې جګړې له پیل راهیسې لومړی ځل دی چې سورصلیب د دولت دوسله والو مخالفینو له خوازندیانیانو سره ګوري.
سټاکرزیاته کړه دوی په پام کې لري چی په نوروسیمو کې هم دوسله والو طالبانو اود دولت ضد نوروډلوپه لاس نیول شویو کسانو سره وګوري څو دا ډاډ حاصل شي چې له وسله والو نښتو سره په تړاو، نیول شویو کسانو سره انساني چلند کیږي.
په بیان کې نه دي ویل شوي چې دغه درې واړه کسان څه وخت طالبانو نیولي، دوی پولیس دي او که پوځیان اونه یې هم دروغتیایي حالت اوداوسیدو دشرایطوپه اړه څه ویل شوي دي.
رویټرزاژانس لیکي د جینیواد کنوانسیون له مخې هیوادونه مکلف دي چې نړیوال سره صلیب ته اجازه ورکړي چې له بندیانوسره وګوري.
نړیوال سره صلیب یا ICRC په بیان کې ویلي، دا کمیټه په منظم ډول له بندیانو سره ګوري څو په توقیف کې د هغوی وضعیت او داچې څه ډول چلند ورسره کیږي، وڅیړي او وروسته دخپلې څیړنی نتایج، سپارښتنې او اندیښنې په ډیرمحرمیت سره له مربوطو خواو سره شریکوي څودانساني چلند ډاډ حاصل کړای شي.
ښاغلی سټاکر وویل د بشري حقونو نړیوال قانون د ټولو هغو کسانو چې که د نړیوالو یا افغان امنیتي ځواکونو او یاهم د دولت پرمخالفو وسله والو پورې تړلي وي اود جګړو په ارتباط نیول کیږي، د خوندي توب ضمانت کوي.
په جینیواکې میشتې ددې کمیټی یوه ویاند سیمون شورنو وویل، موږ له څو کالو راهیسې په افغانستان کې له طالبانو سره په خبرواترو اخته ووڅو ورته قناعت ورکړو چې له بندیانو سره لیدنوکتنو ته اجازه ورکړي اوداځکه چی دوي ددغې جګړې یو اړخ دی.
شورنو زیاته کړه موږ له طالبانو سره د دې لپاره تماس ټینګ کړی چې ترهرڅه دمخه دبشري وضعیت مسلې ته د دوی ډیر پام راجلب کړواو په دوهم قدم کې داډاډ حاصل کړو چې ټولې خواوی باید زموږ حضورومني.
نړیوال سره صلیب ویلي تل یې هڅه کړې چې د بندیانو او کورنیوترمنځ یې ارتباط ټینګ کړي.
سورصلیب وایي، له ۲۰۰۱ کال راهیسې چې په افغانستان کې کې جګړه پیل شوې ده په دې هیواد کې یې له ۱۳۶ توقیف ځایونو څخه کتنه کړی ده اود څه باندې ۱۶ زره کسانو نومونه یی ثبت او راجستر کړي دي.