د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۴۷

چهار شنبه د لیندۍ ۲۵ مه


راه نجات:

دې نا دولتي ورځپاڼې په خپل لومړي مخ كې د فساد پر ضد ملي غونډې ته د ولسمشر كرزي د وينا ځينې ټكي خپاره كړي او بهرنيو هېوادونو ته يې د هغه دا خطاب رااخستی، چې له افغان چارواكو سره دې پټې مرستې بندې كړي.

ورځپاڼې په دوام كې د ښاغلي كرزي په حواله دا هم ليكلي، چې د دولت د كاركوونكو يوازنی هدف بايد خلكو ته خدمت وي نه پيسې پيدا كول.

ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې هم د فساد پر ضد په جوړې شوې ملي غونډې بحث كړی او په دې ترڅ كې په دولت نیوکه كړې، چې تل شعارونه وركوي او د عمل په ډګر كې هيڅ ډول لاسته راوړنه نه لري.

په ورځپاڼه كې افغانستان ته د اضافي سرتيرو د استولو مساله هم څېړل شوې او د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت د سلاكار په حواله ليكل شوي، چې امريكا يوازې د پوځي حل لارې په خپلو سره نه شي بريالې كيدلی.

هېواد:

دې دولتي ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې بيا هم په افغانستان كې د ملي شورا د انتخاباتو د ځنډولو لپاره د ځينو لويديځو هېوادونو په هڅو تبصره كړې او ليكلي یې دي، چې د امنيت او د انتخاباتو د لګښت په اړه د بهرنيانو د پلمو د لرې كولو لپاره دا بهير بايد افغاني شي.

ورځپاڼې د همدې مسالې په اړه د يو شمېر كارپوهانو نظرونه هم راخستي او ليكلي یې دي، چې د دغو انتخاباتو ځنډول په حقيقت كې په افغانستان كې د ديموكراسۍ سبوتاژول دي.

خو ورځپاڼې د انتخاباتو د خپلواك كمسيون په حواله بيا ليكلي، چې دا انتخابات به له قانون سره سم په خپل ټاكلي وخت ترسره شي.

ويسا:

دې خپلواكې ورځپاڼې بيا په خپل لومړي مخ كې د فساد پرضد جوړې شوې غونډې ته د ولسمشر كرزي د وينا دا برخه راخستې، چې په افغانستان كې فساد بهرنيانو رايج كړ.

ورځپاڼې د افغانستان په اړه په لندن كې د جوړيدونكې غونډې په اړه هم يو مطلب خپور كړی او ليكلي، چې په دې غونډه كې، چې د راروان ميلادي كال د جنوري په وروستيو كې جوړيږي افغان ځواكونو ته د امنيتي چارو د مسووليت د سپارلو لپاره يو مهال ويش هم ټاكل كيږي.

په ورځپاڼه كې د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت د سلاكار جيمز جونز دا څرګندونې هم خپرې كړي، چې له افغانستان نه نه وځي خو خپل پوځي فعاليتونه به كم كړي.

افغانستان ټايمز:

دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې په كابل كې پرونۍ ځان وژونكې حملې ته په اشارې ليكلي، چې د ځان وژونكو حملو د مخنيوي يوازنۍ لاره د ترهګرو د روزنې د مركزونو له منځه وړل دي.

دې ورځپاڼې هم په كابل كې د فساد پرضد ملي غونډې ته د ولسمشر كرزي د وينا ځينې برخې خپرې كړي او ليكلي، چې ښاغلي كرزي په حكومت كې د پراخو اصلاحاتو امر كړی.

د ورځپاڼې نننی كارټون په افغانستان كې د بازار د اقتصاد واكمنۍ ته ځانګړې شوی او په كې دا ښودل شوې، چې حكومت هم د هغې په وړاندې بې وسه شوې.

اصلاح او انیس:

اصلاح او انيس هم په بېلابېلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې روان حالات څيړلي دي.

انيس هم په خپله سرمقاله كې د پارلماني انتخاباتو د ځنډ مساله راخستې او د هيواد ورځپاڼې په څير يې د دې بهير د افغاني كولو غوښتنه كړې، څو له مخې يې انتخابات په خپل ټاكلي وخت ترسره شي.

خو اصلاح بيا په افغانستان كې د فساد په ستونزې بحث كړی او د ولسمشر كرزي پرونيو څرګندونو ته په اشارې ليكلي، چې په افغانستان كې د دې ستونزې په زيږيدو كې د كورنيو عواملو سربيره بهرني عوامل هم ونډه لري.

ملي ارمان:

دې نا دولتي ورځپاڼې هم د خپل لومړي مخ غټ سرليك د ولسمشر كرزي پرونيو څرګندونو ته ځانګړې كړی او د هغه په حواله يې په غټو ټكو سره ليكلي هغه كسان، چې پيسو پسې ګرځي د ده په راتلونكې كابينه كې به ځاى ونه لري.

ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې بيا دا پوښتنه كړې، چې ايا ښاغلې كرزې به د خپل تېر حكومت د زيږنده فسادونو د مخنيوي وس ولري؟

په ورځپاڼه كې د كابل ښار د پرونۍ ځان وژونكې حملې په اړه هم يو مطلب خپور شوې او په كې ليكل شوي، چې دا حمله د پاكستان استخبارتي ادارې اى، اېس، اى تنظيم كړې وه.

ورځپاڼې په يو بل مطلب كې ليكلي، چې پاكستان په افغانستان كې د خپلو راتلونكو اهدافو د پلې كولو لپاره د حقاني د شبكې ملاتړ كوي.
XS
SM
MD
LG