د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۵۹

د کوپنهاګن کنفرانس د ناکامیدو خواته روان دی


د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون ډنمارک ته له روانیدو مخکې وویل، وخت ډیر کم دی
د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون ډنمارک ته له روانیدو مخکې وویل، وخت ډیر کم دی

د اقلیم د بدلون په اړه د ډنمارک په مرکز کوپنهاګن کې جوړې شوې غونډې کې د ودې په حال او پرمختللو هیوادونو تر منځ مخالفتونه زیات شوي او د خبرو دبي لارې کیدو ګواښونه یي هم زیات کړي دي.

د کوپنهاګن د کنفرانس د ناکامه کیدو خطرونه زیات شوی دي. ددي ویري خبرداری د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون د دوشنبې په ورځ ورکړ.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي ډنمارک ته له روانیدو مخکې وویل، وخت ډیر کم دی . که مونږ چیرې هر کار مشرانو ته پریږدو چې هغوی دې یي په وروستۍ لحظې کې حل کړي نو دا خطر شته چی یا به مونږ یوه کمزوري معامله ولرو او یا به هم هیڅ توافق یا معالمه رامنځ ته نه شي.

په کنفرانس کې د ودې په حال او پرمخ تللو هیوادونو تر منځ بیلتون بیخې په ډاګه شو .

د روسیې جمهور رییس دیمتري میدودیف د دوشنبې په ورځ په خپلې کمپیوتري پاڼې کې ولیکل چې پرمخ تللي هیوادونه باید د غازونو د خپریدو د کمیدو زیات بار په اوږو یوسي.

میدویدف وایی:

((زه دغه راز فکر کوم ، د ودې په حال او پرمختللو هیوادونو د ژمنو د تعیین په کار کې باید چې تفکیک ولرو. مونږ ټول په یوه حالت کې نه یو. دا ژمنې باید چې له اقتصادي فرصتونو سره ټکر ونه کړي اوتر ټولو مهمه دا چې د هر هیواد له پراختیايي اولیتونو سره باید په تضاد کې واقع نه شي. دا څرګنده ده چې د ځوانو صنعتي شویو هیوادونو اقتصاد د صنعتي شویو هیوادونو په پرتله د منابعو زیات مصرف ته اړتیا لري . ))

میدودیف دا څرګندونې وروسته له هغې وکړي چې تېره اوونۍ چین په کنفرانس کې د ودې په حال کې هیوادونو په مشرۍ د اعتراض غږ پورته کړ.

د چین د بهرنیو چارو د وزرات ویاندې ژیانګ یوو د سه شنبې په ورځ وویل، پرمخ تللو هیوادونو د ودې په حال کې هیوادونو باندي د داسي غوښتنو فشارونه اچولي چی د کوپنهاګن کنفرانس به له ستونزو سره مخامخ کړي.

په کنفرانس کې د چین اوروسیې دا دریځ د حیرانتیا وړدی او دا ځکه چې دا دواړه هیوادونه د سترو صنعتي هیوادونو په ډله کی هم راځي په کومو چی دوی اوس انتقادونه کوي.

په کنفرانس کې د بي اعتمادۍ بله مسله داده چې هر هیواد هڅه کوي داسي سیاست وکړي چې د ګازونو د خپروید د مخنیوي په اړه د خپلې خوښې شرایط وضع کړي.


د دوشنبې په ورځ د ودې په حال کی هیوادونه په خپلوکې د پیوستون ښکاره کولو په دود، د پنځو ساعتونو لپاره له کنفرانس څخه د اعتراض په ډول ووتل.

د کوپنهاګن غونډه به د ډيسمبر په اتلسمه د جمعې په ورځ پاي ته ورسیږي او د نړۍ یو شمېر نورمشران به هم په کې ګډون وکړي.

دا چې په غونډې کې د نړۍ د شاوخوا سلو هیوادونو مشران راټول شوي، د جمعي او یا شنبې په ورځ به یي نتیجه معلومه شي او کیداي شی نړیوالو ته ووایي چی په یوه تړون باندي موافقه ممکنه نه وه.
XS
SM
MD
LG