د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۰۶

سې شنبه د دیسمبر۱۵مه نېټه


انډپنډنټ ورځپاڼې د افغانستان په اړه د بارک اوباما نوی ستراتیژۍ ته په اشاره ځیني مطالب خپاره کړي، چې سلطان سرور ورته کتنه کړې.



د برتانیی انډبنډنټ ورځپاڼه لیکي څو کسه افغانان، چې امریکایي ځواکونو په هلمند کې د تالاشي د پراخو عملیاتو په ترڅ کې نیولي وو، وارخطا ښکارېدل. امریکایي ځواکونو د دوی په کورونو کې کلشنکوفونه، د بمونو د جوړولو وسایل او تریاک موندلي وو.

نو ځکه د دوی اینده خړه او بې خونده برېښیده.


ورځپاڼه لیکي، دغه بې سارې صحنه له وسله والو طالبانو سره دروغي په اړه د امریکا د نوې پالیسۍ د پلي کولو یو مثال څرګندوي.

بندیان، چې په ځمکه ناست وو، یو یود نوم په اخیستو د شاوخوا پنځوسو امریکایي سرتېرو او افغانانو د یوې ډلې مخې ته، چې کوچنیان هم په کې وو، راوغوښتل شول.

یو امریکایی افسر د ترجمان له لارې لومړۍ بندي ته، چې عزت الله نومیده او شاوخوا اته دیرش کاله عمریی وو وویل، چې موږ ستا کور کې د هاوان مرمي وموندلې، چې ډیره خطرناکه وسله ده.

دغه راز موږ ستا کور کې تریاک وموندل، چې ډیر بد مواد دي، خو موږ تا ځکه خوشې کوو او پلارته دی سپارو، چې موږ ته ویل شوي ته ښه سړی یې او د خپل کورنۍ د روزګار لپاره کوشش کوي او ستا پلار به ضمانت کوي، چې ته به بیا ناوړه عمل نه کوي.

انډپڼډنټ ورځپاڼه د دغې کیسې له بیان وروسته لیکي، چې وسله والو طالبانو سره روغه په افغانسان کې د امریکایی اوناټو قواوو د قوماندان جنرال سټینلي مک کریستال د پلان اساسي برخه ده.

او برتانوي افسر ډګرجنرال سرګریم لمب د روغې د هلو ځلو سر پرستي کوي.

د برتانیې ډیلې ټیلیګراف ورځپاڼې بیا افغانستان ته د برتانیې د صدراعظم ګورډن براون د وروستي سفر په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.

ورځپاڼه لیکي، صدراعظم ګوردون براون د کرسمس له اختره مخکې افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې اعلان وکړ، چې په تېرو شپږو میاشتو کې په دغه هېواد کې تقریبا ۱۵۰۰ ماینونه کشف اوخنثی شوي دي.

ورځپاڼه لیکي، چې دغه څرګندونه هغه پټ خطر په ګوتو کوي، چې برتانوي ځواکونه په افغانستان کې ورسره مخامخ دي.

ورځپاڼه لیکی، ګورډن براون د افغانستان د پولو سیمې د نړېوال تروریزم مرکز وګاڼه خو اوس داسې ښکاري، چې د تروریزم موضوع یوازې افغانستان پورې خاصه او محدوده نه ده.

ناټو ځواکونه ښکاره د دی لپاره افغانستان ته تللي، چې القاعده بیا د دغه هېواده څخه په استفادې په لویدیځ برېدونه ونه کړي.

خو اوس داسې نښې لیدل کیږي، چې د اسامه بن لان جهادیان یمن ته تللي او هلته سره راټول شوي دي.

او دا کار دوه خطرونه لري.

لومړي دا، چې په افغانستان کې جنګ یوازې دطالبانو خلاف پاته کیږي او په دې سره به د پښتنو قومي احساسات راوپاریږي.

دوهم دا، چې لویدیځ به القاعده له پامه وغورځوي.هغه القاعده شبکه، چې پخوا یې هم له سوډان څخه افغانستان ته په راتلو سره څوځلي خپل ځای بدل کړی او نوي خلک یی ځانته جلب کړي دي.
XS
SM
MD
LG